پکتیکا کې د ښوونځيو شوراګانو غړو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ د ښوونځيو شورا ګانو غړوته درې ورځنی روزنیر ورکشاپ پیل شو. دغه ورکشاپ د پوهنې وزارت د ټولنیز خوځښت ریاست له لوري د یونیسف موسسې په مالي همکارۍ جوړ شوی دی. 
د پکتیکا د پوهنې ریاست مسوولین وايي، په ورکشاپ کې د یادې ولسوالۍ د ۱۲ ښوونځيو ۱۳۲ غړي برخه لري، چې د پوهنې په برخه کې د ولسي ملاتړ د راجلبولو او په ښوونځيو کې د زده کوونکو په ځانګړي ډول د نجونو زده کوونکو د شمولیت کچې د لوړولو په تړاو به روزنه ورکړل شي. دغه راز ګډونوالو ته د هغوی د مسوولیتونو او صلاحیتونو په تړاو هم مهم مالومات ورکول کېږي. 
د یادو شوراګانو له غړو غوښتل شوي، چې د پوهنې په برخه کې د ولسي ملاتړ د جلبولو له لارې خپل ملي او دیني دین ادا کړي. 
پوهنې وزارت د ښوونځيو شوراګانو پرمټ هڅه کوي، چې له پوهنې د ملاتړ کال او لسیزې په ترڅ کې د هېواد په ټولو برخو کې له پوهنې د ولسي ملاتړ کچه لوړه او له دې لارې ټولو زده کوونکو ته د متوازنو او باکیفیته زده کړو آسانتیاوې برابرې کړي.