ننګرهار کې د لاس مینځلو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د ننګرهار ولایت په بي بي زینب عالي لېسه کې د لاس مینځلو نړیواله ورځ ونمانځل شو او ترڅنګ یې زده کوونکو ته د چینجیو ضد ګولیو د ویش کمپاین هم پیل شو. 
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې لومړی د پوهنې رییس حسیب الله شینواري دلاس مینځلو پر اهمیت خبرې وکړې ویې ویل: په هغه ټولنو کې چې لاس مینځل پکې دود شوي اقتصاد یې د هغه ټولنو په پرتله چې دا دود پکې نشته او یا کمزوری دی شل سلنه لوړ دی. نوموړي وویل، زموږ په ټولنه کې تر اوسه لاس مینځل په ورځني کلتور نه دي بدل شوي، له همدې امله له تاسو ټولو ښوونکو او زده کوونکو غواړم، چې د لاس مینځلو د ارزښت پیغامونه له خپلو کورنیو سره شریک او په عامولو کې زیار وګالئ. ښاغلي شینواري همدا راز له نړیوالو او کورنیو مرسته کوونکو ادارو مننه وکړه چې له پوهنې ریاست سره په بیلابیلو برخو کې مرسته کوي.
وروسته د ننګرهار د عامې روغتیا او حج او اوقافو ریاستونو استازو په خپل وار د روغتیا او اسلام له نظره د لاس مینځلو ګټې او ارزښتونه بیا ن کړل او پر ګډونوالو یې ټینګار وکړ چې په خپلو کورنیو کې له غذا خوړولو مخکې او ورسته او همدارنګه تشناب ته له تلو وروسته د لاسونو مینځل دود کړي. د مراسمو په لړ کې د بې بي زینب لیسې د زده کوونکو له لوري د لاس مینځلو دارزښت په اړوند ترانه او تمثیلي ټوټه هم وړاندې شوه.
د مراسمو په پاې کې زده کوونکو ته د چینجیو ضد ګولیو د ویش کمپاین هم پیل شو او په پام کې ده، چې دا لړۍ به د یاد ولایت ټولو ښوونځیو ته وغځیږي.