لوګر کې د نظارت غړو ته د وړتیا لوړونې ورکشاپ جوړ شو

د لوګر د پوهنې ریاست اړوند د نظارت ۸۰ تنو غړو ته د وړتیا لوړولو په موخه درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو. 
یاد ورکشاپ د پوهنې ریاست د نظارت آمریت له خوا جوړ شوی، چې د مرکز او ولسوالیو د نظارت غړي پکې برخه لري. 
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال د یاد ورکشاپ د پرانیستنې په مراسمو کې وویل، چې د نظارت غړو، ښوونکو او د پوهنې د پاتې نورو کارکوونکو د وړتیا لوړولو هڅه کوي.
د پوهنې رئیس د نظارت غړو ته د ښوونځیو د ښه نظارت سپارښتنه وکړه او هم یې هغوی خپلو دندو او مسوولیتونو ته ځیر کړل.
دا په داسې حال کې ده، چې څلور ورځې مخکې هم د لوګر د نجونو ښوونځیو ۳۵ ښځینه ښوونکو ته د وړتیا لوړولو دولس ورځنی ورکشاپ پیل شوی، چې لاهم دوام لري. 
د یادو ورکشاپونو تر پای ته رسېدو وروسته به ۶۵ نورو ښځینه ښوونکو ته هم د وړتیا لوړولو ورته ورکشاپونه پیل شي.