ډاکټر محمد میرویس بلخي د نړۍ له غوره قاري عبدالکبیر حیدري سره ولیدل

د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي د نړۍ د لومړي او غوره قاري د مقام ګټلو د درناوي په پار پرون ماښام د شیخ عبدالکبیر حیدري کور ته ولاړ او له هغه سره یې ولیدل.
شیخ عبدالکبیر حیدري موده وړاندې د قرانکریم د قرائت په نړیوالو سیالو کې چې د روسیې هېواد کې جوړې شوې وې، لومړی او د نړۍ د غوره قاري مقام وګاټه. 
ښاغلي بلخي قاري عبدالکریم حیدري ته د یاد ځانګړي مقام د مبارکۍ ترڅنګ زیاته کړه: زه د هېواد د لس میلیونه زده کوونکو د کورنیو په استازیتوب شخصاً تاسو، ستاسو کورنۍ او د افغانستان ټول ولس ته ددغه ستر نړیوال مقام او ویاړ د ګټلو مبارکي وایم.
قاري عبدالکبیر حیدري خپل کور ته د پوهنې د سرپرست وزیر له ورتګه څخه خوښي وښوده، ویې ویل: پوهنې وزارت چې یو له مهمو وزارتونو څخه دی او ښوونکي چې د پیغمبر ﷺ سپېڅلې دنده، چې ښوونه او روزنه ده پرمخ وړي نن ما ته ثابته کړه، چې هلې ځلې د ستاینې وړ دي او زه هم ویاړم چې د پوهنې د لویې کورنۍ غړی یم. 
د لیدنې په پای کې د پوهنې وزارت سرپرست ښاغلي ډاکټر محمد میرویس بلخي د نړۍ د لومړي او غوره قاري د مقام د ګټلو له امله ښاغلي شیخ عبدالکریم حیدري ته ستاینلیک هم ورکړ.