د پروان ولايت د استامه لیسي ودانۍ پرانیستل شوه

د پروان ولایت د شینواری ولسوالي د استامه لیسي ودانۍ د نوموړي ولايت د پوهنې ريیس لخوا په داسى حال كې چې د دولتی ادارو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو، استادانو او شاګردانو ګډون درلود د پټي په پریکولو سره پرانیستل شوه.
نوموړی ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په دوو پوړنو کې د۲۴۰ زرو امریکایی ډالرو په مجموعي لګښت په پروان ولایت کې میشت دولایتي بیارغاوني ټیم په مالی مرسته د ۱۸ میاشتو په موده کې جوړه شوی، چې ۱۶ درسي ټولګي، ۴ اداري خونۍ، یو کتابتون، یو لابراتوار، یو ساتنځای، ۵ تشنابه، د اوبو ذخیره، د احاطي دیوال، د زده کوونکو لپاره ۲۴۰ پایی میز او چوکی او نور ي آسانتیاوې لری.
د یادې ونې وړ ده چې اوس مهال په نوموړی لیسه کې ۵۷۰ تنه هلکان په زده کړه بوخت دې چې دیادې ودانۍ په جوړولو سره به د زده كوونكو ستونزه د درسي ټولګيو د نشت والي له امله حل شی.