د بلخ ولايت د حیرتان ښار ګوټی د امیر خسرو بلخی د نسوانو لیسي ودانۍ پرانیستل شوه

د بلخ ولایت د حیرتان ښار ګوتی د امیر خسرو بلخي د نسوانو لیسي ودانۍ د نوموړي ولايت د پوهنې ريیس لخوا په داسى حال كې چې د دولتی ادارو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو، استادانو او شاګردانو ګډون د پټي په پریکولو سره پرانیستل شوه.
نوموړی ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په یو پوړ کې د ۱۱۸ زرو امریکایی ډالرو په مجموعي لګښت په بلخ ولایت کې میشت دولایتي بیارغاوني ټیم په مالی مرسته د یوکال په موده کې جوړه شوی، چې ۶ درسي ټولګي۲ اداري خونۍ، ۵ تشنابه، د زده کوونکو لپاره۱۲۰ پایی میز او چوکی او نور ي آسانتیاوې لری.
دیادې ونې وړ ده چې اوس مهال په نوموړی لیسه کې د۱۷۰۰ نه زیات زده کوونکي په زده کړه بوخت دې چې د یادې ودانۍ په جوړولو سره به د زده كوونكو ستونزه د درسي ټولګيو د نشت والي له امله حل شی.