دکندز په ولایت کې دري منځنۍ ښوونځي لیسو ته ارتقا وکړه

د کندز ولایت د پوهنې ریاست په پیشنهاد او د پوهنې وزارت د مقام په منظوري دکندز ولایت د قلعه زال ولسوالی د اوته بوز، نسوان مرکزی او اتحاد منځنۍ ښوونځيوو لیسو ته ارتقا وکړه.
په هغه مراسمو کې چې له همدي امله د نوموړیو ښوونځیو په انګړ ګې جوړه شوی وه دکندز ولایت د مقام مسوولینو برسیره، د پوهنې رییس، امنیه قومندان، د سیمي قومی مشرانو، د زده کوونکو اولیاو، ښوونکو او زده کوونکو ګدون درلود.
غوندې د قرآن کریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل ورپسي د غونډی ګډون والو د موضوع په اړوند خبري وکړی او د ښوونځیو ارتقا ښوونکو او زده کوونکو ته مبارکي وویل او ددوی نه یی وغوښتل چې معارف د پیشرفت او ترقی په خاطر سعی او کوښښ وکړي.
د یادونې وړ ده چې د اورته بوز ښوونځي په ۱۳۴۳ کال کی تأسیس شوی چې اوس مهال ۸۱۴ ته زده کوونکي، د مرکزی نسوان په ۱۳۴۱ کال کې تأسیس چې ۸۵۰ تنه زده کوونکي او د اتحاد منځنۍ ښوونځي په ۱۳۴۷ کال کې تأسیس چې اوس مهال ۹۰۰ تنه زده کوونکي په زده کړه بوخت دي.