د ننګرهار ولايت د قلعه میرزا خان لیسي د نوي ودانۍ د بنسټ ډبره کیښودل شوه

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د قلعه میرزا خان لیسي د نوي ودانۍ د بنسټ ډبره د نوموړي ولايت د پوهنې ريیس لخوا په داسى حال كې چې د دولتی ادارو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو، استادانو او شاګردانو ګډون درلود کیښوودل شوه.
نوموړی ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په دوو پوړونوکې د ۲۸۰ زرو امریکایی ډالرو په مجموعي لګښت د جایکا جاپان په مالی مرسته د ۶ میاشتو په موده کې جوړیږی، چې ۱۲ درسي ټولګي، ۴ اداري خونۍ، ۱۰ تشنابه او نوري آسانتیاوې به ولری.
دیادې ونې وړ ده چې اوس مهال په نوموړی لیسه کې ۲۲۰۰ تنه هلکان زده کوونکی په دوو وختونوکې په زده کړه بوخت دې چې دیادې ودانۍ په جوړولو سره به د زده كوونكو ستونزه د درسي ټولګيو دنشت والي له امله حل شی.