د غزنی ولايت د ښوونځیوو ښوونکو ته یو ورکشاپ جوړ شو

د غزنی ولایت د مرکز اړوند د ښوونځيوو ښوونکو ته د درسی میتود تر عنوان لاندې ۱۲ ورځنۍ ورکشاپ د نوموړی ولایت د پوهنې ریاست په تالارکې پيل شو.
نوموړی ورکشاپ د پاملرني موسسي په مالی لګښت او د غزنی ولایت د پوهنې رياست لخوا جوړ شوى دى چې ۲۵ تنه ښوونکي ګډون لري چې له مخي به یی د نوى ميتود په هكله پوهنیزه زده کړی ترلاسه کړی.
د یادونې وړ ده چې دي ته ورته ورکشاپونو پرانستل به د مدیرانو د پوهي د لوړلو په کچه کې د نوي روزنې د اصولو له اړخه مثبتی اغیزی ولری .