د دايكندي د پوهنې رياست سره مرسته وشوه

د معارف سره د دولتی او خصوصی ادرو د پرله پسي مرستو په دوام سره په دایکندی ولایت کې میشت د امریکا د متحده آیالاتو د سپیشل فورس ټیم لخوا د همدې ولایت د مرکز اړوند د چهار دشت د نجونو د لیسي سره د زده کوونکو لپاره د۳۰ پایو دری نفری میز او چوکیو مرسته وكړه .
په هغه غونډه كې چي د يادي ليسي په انكړ كي جوړه شوي وو د دايكندي د پوهنې رييس له د اسپيشل فورس ټيم له دغي  مرستي مننه وكړه او د پوهنې په برخه کې یی د نوموړی ټیم دلازیاتو همکاریو غوښتنونکي شو چې د مقابل لوري د نورو مرستو وعده هم وركړل شوه.
 هيره دي نه وي چې په تيرو كلونو كې هم نوموړي ټیم د دایکندی ولایت  د ښوونځيو دزده كوونكو سره  ورته مرستې كړي دي.