په لوګر کې د ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسول شوی

په لوګر ولایت کې د ښوونځیو د والیبال د یوولسو لوبډلو ترمنځ په جوړه شوی سیالۍ کی د پورک د هلکانو د لیسی لوبډلی د جویک د منځني ښوونځي لوبډلی ته ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتله شوه .
په د غوسیالیو کې د دغه ولایت د ۱۱ مرکزی ښوونځیو د والیبال یوولسو لوبډلو برخه اخیستي وه او څلور ورځي یی دوام وکړ .
په دې سیالۍ کې د پورک د هلکانو د لیسی لوبډلی لومړۍ، د جویک د هلکانو د منځني ښوونځي ټیم دویم او د حضرت عمر فاروق د هلکانو د لیسي لوبډلۍ دریم مقام تر لاسه کړ .
ددغو سیالیوپه پای کې ددغه ولایت د پوهنې ریاست د ورزشی آمریت لخوا دپورک او د جویک د ښوونځیو دوو تنو زده کوونکوته د قهرمانۍ یو – یوکپ او پاتی نورو زده کوونکوته مډالونه او ستاین لیکونه ورکړل شول .
د یاد ونی وړده چی د والیبال دغه سیالی د لوګر ولایت د پوهنې رياست د بدنى روزنۍ د آمريت لخوا په لاره اچول شوى چى دا ډول سياليو موخه د زده كوونكو سپورتي وړتيا لوړول او له نيشه يي توكيو څخه د زده كوونكو راګرځول دى.