دکابل ولايت د نسوان خروطی لومړني ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

د کابل ولایت د قره باغ ولسوالي د نسوان خروټي لومړني ښوونځي ودانۍ د نوموړي ولايت د پوهنې ريیس لخوا په داسى حال كې چې د دولتی ادارو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون د پټي په پریکولو سره پرانیستل شوه.
نوموړی ودانۍ په پاخه او اساسي ډول  په یو پوړیز ډول د دوه جریبه ځمکي په ساحه کې چې د سیمې د خلکو لخوا ورکړل شوي د۱۲۰ زرو امریکایی ډالرو په مجموعي لګښت د متحده آیالاتو د اردو په مالی مرسته د ۵ میاشتو په موده کې جوړه شوی، چې۱۰ درسي ټولګي، ۳ اداري خونۍ، ۵ تشنابه، د اوبو څښکلو څاه، د احاطي دیوال، د زده کوونکو لپاره ۲۰۰ پایی میز او چوکی او نور ي آسانتیاوې لری.
د یادې ونې وړ ده چې اوس مهال په نوموړی ښوونځي کې ۱۷۰ تنه نجونۍ په  زده کړه بوخت دې چې د یادې ودانۍ په جوړولو سره به  د زده كوونكو ستونزه د درسي ټولګيو دنشت والي له امله حل شی