په لوګر کی ۱۲ تنه زده کوونکی د ښه انځور ایستنی له امله وستایل شول

دلوګر ولایت د ۱۲ ښوونځیو۱۲ تنو زده کوونکوته د انځور ایستنې په جوړه شوی سیالۍ کی د ښه انځورونو د ایستلو له امله وستایل شول .  
هغه غونډه چی نن له همدی امله د پوهنې ریاست په انګړ کې جوړه شوی وه د والی مرستیال ښاغلی الحاج شجاع الدین شجاع په ګډون د پوهنې رئیس ښاغلی استاد عبدالمتین جعفر، په دغه ولایت کې میشت دچک هیواد دولایتي بیارغوني د ټیم قوماندان، د ښوونځیو مدیرانو او په دغه سیالۍ کی د غوره ایستونکو انځورونو ۱۲ تنو زده کوونکو  ګډون کړي وو .
غونډه د قرآن کریم د څوومبارکوآیتونو په تلاوت سره پیل شوه ورپسي د پوهنې رئیس ښاغلی استاد عبدالمتین جعفر د جوړه شوی سیالۍ په باب خبري وکړي او د چک هیواد د ولایتی بیارغوني د ټیم له مسؤلینوڅخه یی د نوموړی سیالۍ د جوړولو له امله مننه اوقدردانی وکړه  .
د غونډی په پاي کې پر۱۲ تنو زده کوونکو باندې چې د انځور ایستنې په جوړه شوی سیالۍ کی یی ښه انځورونه ایستلي وه د نوموړی ټیم لخوا ستاین لیکونه او تحفی وویشل شول او هم د هر یو ښوونځي له کتابتون سره د نوموړي ټیم لخوا د کانګور د آماده گي ۱۲۰ جلده بیلابیل کتابونه ورکول شول .
دیادونې وړ ده چې دغه سیالۍ یوه میاشت مخکې د نوموړي ټیم په مالی مرسته د ۱۲ ښوونځیو د۱۲۰ تنو زده کوونکو تر منځ  جوړه شوي وه .
په دغه سیالۍ کې زده کوونکو ته واک ورکول شوي وو چې د لوګر د تاریخی سیمو، د نویورغول شویو ښوونځیو او د دغه ولایت د خلکو د ژوندانه پرحال باندې تصویرونه وباسی .