د بادغیس د پوهنې ریاست سره د نړيوال خوراكي سازمان مرستې

 نړيوال خوراكي پروګرام د پوهنې په برخو كې د خپلو مرستو په دوام سره د بادغیس ولايت د پوهنې رياست سره د خوراکی موادو مرسته وكړه.
په مرسته شوی خوراکي موادو کې غنم، غوړي، دال نخود او مالگه شامل دي چې د بادغیس ولایت د مرکز اړوند د سواد زده کړی دکورسونو زده كوونكو ته به وويشل شي.
هيره دي نه وي چې په تيرو كلونو كې هم نوموړي سازمان د بادغیس د ښوونځيو او سواد زده کړی دکورسونو د زده كوونكو سره ورته مرستې كړي دي.