د بغلان ولايت د ښوونځیوو مدیرا نو ته ورکشاپ جوړ شو

د بغلان ولایت د مرکز اړوند د ښوونځيوو مدیرانو ته د احصاییوی فورمونو تر عنوان لاندې دوه ورځنۍ ورکشاپ د نوموړی ولایت د پوهنې ریاست په تالارکې پيل شو.
دغه سیمينار چې د پوهنې وزارت د پلان ریاست او د دغه ولايت د پوهنې رياست لخوا جوړ شوى دى چې ۸۷ تنه د ښوونځیو مدیران ګډون لري.
د یادونې وړ ده چې دي ته ورته ورکشاپونو پرانستل به د مدیرانو د پوهي د لوړلو په کچه کې د نوي روزنې د اصولو له اړخه مثبتی اغیزی ولری .