د خواشینۍ پیغام

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د چهار قلعه وزیر آباد منځني ښوونځي سرښوونکې ناهید د ورپېښې ناروغۍ له امله په حق ورسېده.
انالله و انا الیه راجعون
استاد ناهید په ۱۳۴۷ کال کې په کابل کې زېږدلې او د ښوونځي له فراغت وروسته د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ته شامله او په ۱۳۷۱ کال کې له دې پوهنځي څخه د لسانس په کچه فارغه شوې ده.
خدای بښلې ناهید د خپل خواږه عمر ۱۸ کاله په اماني او چهار قلعه وزیر اباد ښوونځيو کې د ښوونکې په توګه د هېواد د بچیانو په ښوونه او روزنه تېر کړل او خپله سپېڅلې دنده یې په پوره اېماندارۍ سره پر مخ یوړله.
پوهنې وزارت د خدای بښلې استاد ناهید پر مړینه ژوره خواشیني ښيي او د لوی خدای (ج) له درباره نوموړې ته فردوس جنت او پاتې کسانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوي.