په لوګر کې دوو ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړېږي

د لوګر  مرکز اړوند د قلعه وزیر  او د خوښۍ ولسوالۍ د کاریزونو د لومړنیو ښوونځیو  د جوړېدو چارې پیل شوې.‎
دواړو ښوونځيو ته نوې ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په یو پوړکې جوړېږي، چې هر ودانۍ به ۱۰ درسي ټولګي ، ۳ اداري خونې او نورې ټولې لازمې ښوونیزې آسانتیاوې ولري.
د ښوونځيو نوې ودانۍ د پوهنې وزارت د کیفیت لوړولو ملي پروګرام (اېکویپ) له لوري د شپږو میاشتو په موده کې جوړېږي، چې نژدې ۱۰،۳ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي. 
له دې سره به د دواړه ښوونځيو شاوخوا ۸۰۰ زده کوونکو ته د زده کړې خوندي تدریسي چاپېریال برابر شي.
د یادونې وړده، چې اوسمهال د یادو دواړو ښوونځیو زده کوونکي د ودانیو د نه لرلو له امله اوس په کرایي کورونو کې زده کړې کوي.