په لغمان کې‎ د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

لغمان: د لغمان  ولایت د علينگار ولسوالۍ د چطلا د هلکانو لیسې  نوې ودانۍ له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. 
نوې ودانۍ ۸ درسي ټولګي،  ۴ اداري خونې، د اوبو څښلو څاه، د زده کوونکو لپاره مېز او څوکۍ او نورې اړینې اسانتیاوې لري، چې رغنیزو چارو یې شاوخوا یو کال  وخت واخیست. 
په نوې ودانۍ 56 زره ډالره  لګښت راغلی، چې د نړیوال بانک لخوا ورکړل شوي دي.
د چطلا په ښوونځي کې دا مهال څه باندې ۵۳۰  تنه زده کوونکي پر زده کړو بوختي دي، چې د نوې ودانۍ له پرانېستو سره یې د لیک لوست خونو ستونزه هواره شوې ده.
د ودانۍ د پرانېستې په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د لغمان د پوهنې رییس، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.