د پوهنې وزیر په هرات کې ۱۷ پراختیايي پروژې پرانېستې

د افغانستان د پوهنې وزیر ښاغلي فاروق وردګ د افغانستان په لویدیځ هرات کې د یو لړ مهمو ښوونیزو پروژو پرانیسته وکړه. 
په دې لړ کې د پوهنې ښاغلي وزیر د نژدې ۲۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۶ پراختیايي پروژې پیل او پرانېستلې، چې له هغې ډلې یې ۵ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او د ۱۱ نورو پروژو رغنیزې چارې یې پیل کړې.
په پرانېستل شویو ۵ پروژو کې، چې څه باندې ۸۴ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، د هرات ولایت د ښوونکو د روزنې مرکز، د تخنیکي انستیتوت، د حوض کرباس ښوونځي نوې ودانۍ، د پوهنې ریاست د انګړ دېوال او د ښوونکو د ښارګوتي د اوبو رسولو پروژې شاملې دي.
د ښارګوټي د اوبو رسولو پروژه څه باندې ۳۷۰۰ کورونو ته به په منظم ډول د نل له لارې د څښاک پاکې اوبه رسوي.
همدرانګه د نژدې ۱۶۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۱ نورو پروژو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې. په دغو پروژو کې د شینډنډ د ښوونکو د روزنې کمپلیکس، د سودادګرۍ خونو د نخبګانو، د انجیل ولسوالۍ د اسحاق آباد، د حضرت علي کرم الله وجهه، د شیخ ابولیث، په انجیل کې د خواجه شهاب الدین، د ګذرې ولسوالۍ د خاتم النبین، د غوریان ولسوالۍ د دوپشتې، د شینډنډ ولسوالۍ د امام صاحب او د کهسان ولسوالۍ د قدوس آباد ښوونځيو ودانۍ شاملې دي.‎
په دغو پروژو کې ۲۵۸ بابه درسي او اداري خونې جوړېږي، چې څه باندې ۱۰ زره زده کوونکو ته به، چې تر نیمايي زیاتې به یې نجونې وي، د زده کړې لپاره خوندي او عصري چاپېریال برابر شي.
پر دې سربېره د هرات د ښوونکو دروزنې د مرکز لپاره د یوې لیلې د جوړولو کار هم پیل شو، چې د څه باندې ۲۰۰  محصلینو د اوسېدو لپار به زمینه برابره کړي.
دغه ټولې پروژې د افغانستان د پوهنې وزارت د پراختیايي بودیجې او نړیوالو مرستندویو ادارو په همکارۍ سره عملي کېږي.
د افغانستان د پوهنې وزارت په تېرو ۷ کلونو کې په هرات کې ۲۸۲ ساختماني ښوونیزې پروژې عملي کړي، چې د څه باندې ۳۱ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د ۲۳۲  پروژو کار یې پای ته رسېدلی دی.
 
د پوهنې وزیر د هرات له خلکو سره ژمنه وکړه، چې ددغو پروژو په څېر به په دې ولایت کې د ټولو هغو سیمو د ښوونیزو مرکزونو جوړولو ته دوام ورکړي، چې تر دې مهاله په یوه ډول د ښوونځيو د ودانیو د نشتوالي له ستونزو سره مخامخ دي. 
دا مهال په هرات ولایت کې ۹۶۷ بابه ښوونیز مراکز فعال دي، چې نژدې ۹۰۰ زره زده کوونکي پکې پر زده کړو بوخت دي. پر دې سربېره په دغه ولایت کې د سواد زده کړې څه باندې ۴۵۰ بابه کورسونه او ښوونځي هم شته، چې نژدې ۱۱ زره زده کوونکي پکې دا مهال زده کړې کوي.