په لوګر کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ پرانېستل شوه

د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ  د اصحاب بابا په ښارګوټي کې د مس عینک د بې ځایه شویو کډوالو په نوم د نجونو د  ابتدایه ښوونځي نوې جوړه شوې ودانۍ ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه یو پوړیزه ودانۍ د دوه کلونو په موده کې په پاخه او اساسي ډول د کانونو او پطرولیم وزارت په مالي مرسته جوړه شوې، چې ۸،۴ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی.
نوې ودانۍ ۱۲ درسي ټولګي، څلور اداري خونې او ۴ غرفې تشنابونه او نورې اړینې ښوونیزې اسانتیاوې لري، چې په یوه وخت پکې ۶ سوه  تنه زده کوونکي زده کړې کولای شي. 
د یادونې وړده، چې په دغه ښوونځي کې به د زده کړې چارې په راتلونکي نوي ښوونیز کال کې له مس عینک نه د بې ځایه شویو کډوالو په راستنېدلو سره رسماً پیل شي. 
په هغه غونډه کې چې له همدې امله په نوموړي ښوونځي کې جوړه شوې وه، د کانونو وزارت د معین ښاغلي انجینر نصیراحمد په ګډون د لوګر والي، د پوهنې سرپرست رییس، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.