د سواد نړیواله ورځ

د افغانستان د پوهنې وزارت سږکال پر داسې مهال د سواد له نړیوالې ورځې یادونه کوي، چې د لیک لوست د عامولو او د هېواد د بچیانو لپاره د ښوونې او روزنې د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې بېساري پرمختګونه رامنځ ته شویدي. څه باندې لس میلیونه زده کونکي  همدا اوس د افغانستان نژدې ۱۶ نیم زره ښوونځیو او په  سلګونو نورو دیني مدرسو  او د تخنیکي زده کړو په تعلیمي مر کزونو کې په زده کړو بوخت دي، چې شاوخوا ۴۲ په سلو کې یې نجونې دي.  
دامهال د افغان وګړو ۳۴ په سلو کې خلک لوستي دي، چې لویې برخې ته  یې په وروستیو کلونو کې د لیک لوست اسانتیاوې برابرې شوې دي. 
په افغانستان کې د سواد د کچې د لوړولو لپاره د پوهنې وزارت  ۵ کلن  پلان لري، چې پر بنسټ یې دا مهال د سواد زده کړې ۲۸ زره کورسونه او ټولګي په ټول افغانستان کې فعال دي، چې پکې نژدې ۷۷۰ زره  کسان زده کړې کوي. د سواد زده کړې ددغو کورسونو نژدې ۶۲ سلنه  ګډونوال میرمنې دي.
دا مهال د افغانستان په هره ولسوالۍ کې لږ تر لږه  ۱۰ تنه د سواد زده کړو د ښوونکو په توګه فعالیت کوي، چې هر ښوونکی لږ تر لږه ۲ کورسونه پرمخ بیا يي. 
هر کال شاوخوا ۵۰۰ زره کسان د سواد زده کړې  په کورسونو کې  له زده کړو فارغیږي. 
د پوهنې وزارت د سواد زده کړې په مرکزونو کې تر دې مهال څه باندې ۴ میلیون کسانو زده کړې تر سره کړي اویوه  لویه برخه یې دامهال د افغانستان د عمومي تعلیماتو په ښوونځیو کې خپلې نورې زده کړې پرمخ بیا يي. 
افغانستان څه باندې ۱۲ میلیون داسې نالوستي کسان درلودل، چې له ښوونځیو لرې پاتې وو او د پوهنې وزارت وکولی شو، چې د سواد زده کړې د لنډ مهالو کورسونو او چټکوزده کړو په مټ ددغو نالوستو کسانو شمېر ۸ میلیون ته را ټیټ کړي. 
وزارت ژمن دی، چې د خپلو روانو منظمو پلانونو پر بنسټ د هغو نالوستو کسانو شمېر په راتلونکو ۵ کلونو کې نیمايي ته راټيټ کړي، چې د تېرو ۳ لسیزو نا خوالو له کبله له ښوونځیو لرې پاته شویدي. 
د پوهنې وزارت همدې لویې موخې ته د رسېدو لپاره له تېرو څو کالو راهیسې د سواد زده کړې پراخ پروګرامونه په لار اچولي، څو په دغه مهمه برخه کې هڅې پراخې، چټکې او اغېزمنې شي. 
د نالوستو کسانو لپاره د لیک لوست د اسانتیاوو د برابرولو په دغه لوی پروګرام کې د افغانستان     د پوهنې له وزارت سره د یونیسف، یونسکو، د جاپان جایکا او د جرمني د یوې مرستندویې ټولنې په ګډون څو نورې ټولنې مرستې کوي. 
د افغانستان د پوهنې وزارت له پلان سره سم به د سواد زده کړې په کورسونو کې تردې وروسته ګډونوالو ته یو شمېر حرفې هم ور ښوول کېږي. موخه داده، چې په دغه نوي پروګرام کې د سواد زده کړې د کورسونو برخه وال هغه حرفې هم زده کړي، چې دوی ترې په ورځني ژوند کې ګټه پورته کړی شي.
دا مهال ۱۰۷ د سواد زده کړې کورسونه یوازې کوچیانو ته برابر شوي، چې زرګونو کوچیان دا مهال پکې د سواد پر زده کړو بوخت دي. د پلان له مخې به د کوچیانو لپاره د سواد زده کړې کورسونو شمېر لا پراخ کړای شي. 
په ټول افغانستان کې د سواد زده کړې کورسونه په جوماتونو، تکایاوو او کورونوکې جوړ شوي او له همدې لارې به پرمخ بېول کېږي. 
د افغانستان د پوهنې وزارت د سواد زده کړو د پراختیا او پرمختیا په برخه کې ددغو لویو لاسته راوړنو سره سره هڅه کوي، چې په راتلونکو کلونو کې د خپلو فعالیتونو کچه هر کلي ته پراخه او د نالوستو کسانو لوی شمېر ته د لومړنیو زده کړو امکانات برابر کړي.
د سپټمبر ۸ مه د سواد د نړیوالې ورځې په توګه له ۱۹۶۶ کال راهیسې د ملګرو ملتونو د کلتوري سازمان یونسکو له لوري له بېسوادۍ سره د مبارزې، د لویانو، ماشومانو او په ځانګړي ډول زده کړو ته د نجونو د لاس رسي او د ټولنو د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ په موخه لمانځل کېږي.
په افغانستان کې د سواد زده کړو بنسټ د غازي امان الله خان په وخت کې اېښودل شوی او له هغه راهیسې په دې برخه کې مبارزه روانه ده، خو د جګړو، اقتصادي کمزوریو او نورو ټولنیزو عواملو له امله لاهم یو شمېر کسان له زده کړو بې برخې دي.