د جوزجان ولایت ښوونکو ته ۱۲ ورځنۍ روزنیز ورکشاپ جوړ شو

جوزجان: د جوزجان ولایت د مرکز اړوند ښوونځيو  ۲۵ ښوونکو ته ۱۲ ورځنۍ میتودیک ورکشاپ جوړ شو .
په دغه  ورکشاپ کې د انګریزي ژبې  په تړاو ګډونوالو ته روزنه ور کول کیږي او ښوونکو ته ور ښول کیږي چې په څه ډول دغه مضمون  په ښه توګه زده کونکو ته ور زده کولی شي.
په دې اړه جوړې شوې غونډه کې د نوموړي ولایت د پوهنې رییس په خپلو خبرو کې دورکشاپ له ګډونوالو وغوښتل، چې یادیدونکي مسایل په سمه توګه وڅاري او په ښوونځیو کې دې پلی کړي.