سوال او ځواب

  • نوی کال؛ ۷۰ ملیونه ټوکه درسي کتابونه به چاپيږي

    شنبه ٠٩ مرغومی ١٣٩١ ساعت ٠١:٠٠

    سرچینه : خدمتګار ورځپاڼه

    د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې په نوي کال کې به ۷۰ ميليونه ټوکه نوي درسي کتابونه چاپ کړي. د دې کتابونو په چاپ سره به د افغان زده کوونکو د کتابونو د کمبود ستونزه نژدې ټوله حل شي.
    د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې له دغې جملې څخه، د څه باندې ۴۸ ملیونه ټوکه کتابونو تړون په همدې شپو کې ورځو کې لاسلیک کېږي.
    پر دغو کتابونو ۲۲ نیم ملیونه ډالر لګښت راځي.
    د چارواکو په وينا، په دغو کتابونو کې نژدې ۴۴ ملیونه ټوکه د لومړيو ټولګیو او ۴ ملیونه نور له ۷ تر ۹ ټولګي پورې دي. د پوهنې وزارت وايي چې د دغو کتابونو چاپ ته یې له مرستندویه هیوادونو لګښت موندلی او په دې برخه کې د نورې مالي مرستې د ترلاسه کولو په لټه کې دی.
    د پاتې نورو کتابونو د چاپ چارې به هم په راتلونکو څو میاشتو کې پیل شي چې د کتابونو لویه برخه له اووم تر دولسم ټولګي پورې اړوند دي. پر دې سربیره څه باندې ۷ سوه زره جلده کتابونه به د دیني مدرسو لپاره هم چاپېږي.
    د پوهنې وزارت وايي چې له ۲۰۰۳ کال راهیسې يې ټول ټال څه باندې ۲۱۹ ملیونه جلده کتابونه چاپ کړی دي چې ټول یې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ښوونځیو ته رسول شوی دي.
    په ۲۰۱۲ کال کې هم د بیلابیلو ټولګیو نژدې ۴۳ ملیون جلده کتابونه د څه باندې ۳۳ ملیون ډالرو په ارزښت چاپ شول او لویه برخه یې ولایتونو ته رسول شوي او د پاتې کتابونو د ویشلو چاره روانه ده.
    په ۲۰۱۰ کال کې د څه باندې ۱۹ ملیونه ډالرو په لګښت نژدې ۴۱ ملیونه جلده کتابونه، په ۲۰۰۹ کې نژدې ۱۷ ملیونه جلده او په ۲۰۰۸ کال کې څه باندې ۴۵ نیم ملیونه جلده کتابونه چاپ شوي دي. د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې تر هغه دمخه په څلورو کلونو کې ټول ټال شاوخوا ۲۵ ملیونه جلده کتابونه چاپ شوي دي.
    په مجموع کې تر اوسه په چاپ شویو کتابونو څه باندې ۱۱۲ ملیونه ډالره لګیدلي، خو په دې سربیره به په راتلونکو څو میاشتو کې څه باندې ۲۲ ملیونه ډالره نور هم د کتابونو په چاپ ولګیږي.
    د پوهنې وزارت په لومړي ځل د دويمو رسمي ژبو د زده کوونکو لپاره له لومړۍ تر شپږم ټولګي پورې د هغوی په مورنۍ ژبه کتابونه چاپ کړي دي چې دا د هغو سلګونو زره زده کوونکو لپاره لوی خدمت بلل کیږي چې پخوا یې په دویمه ژبه زده کړې کولې.
    د پوهنې وزارت همداراز د لومړي ځل لپاره د دارالمعلمينونو او اسلامي زده کړو ښوونځيو ته هم له نوي نصاب سره سم کتابونه چاپ کړي دي.
    که څه هم په تېرو کلونو کې د پوهنې نظام له ګڼو نیمګړتیاوو سره مل وو خو ویل کېږي چې د پوهنې په نظام کې ټوټل ٢١٩۱ عنوانه کتابونه دي چې له پلان سره سم به په راتلونکو دریو کلونو کې هيڅ زده کوونکى بې کتابه نه وي پاتې او ټول زده کوونکي به په نویو جوړو شویو ودانیو کې زده کړې کوي.
    په تیرو څو کلونو کې په دغه برخه کې ډیر شکایتونه موجود وو.
    د پوهنې وزارت وايي چې اوس د افغانستان په هر ښوونځي کې زده کوونکي نوي رنګه او عصري کتابونه لري چې په رواني لحاظ هم د زده کوونکو پر ذهن ښه اغیز کوي.
    دا مهال په ټول افغانستان کې شاوخوا ۹ نیم میلیونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي او تمه ده چې نژدې یو ملیون نوي زده کوونکي په راتلونکي پسرلي کې ښوونځیو کې جذب شي.

  • هلمند کې ٣٣ ښوونځي بیا پرانیستل شول

    27 لیندۍ 1391
    سرچینه : BBC
    د هلمند ولایت ګرمسېر ولسوالۍ چارواکي وايي د نوي ښوونیز کال راهیسې د دغې ولسوالۍ ټول ښوونځي چې له څو کلونو راهیسې تړلي وو بیا پرانیستل شوي دي.
    د ګرمسېر ولسوالۍ د پوهنې مدیر محمد ناصر وایې د تشکیل له مخې ۳۳ ښوونځي لري چې اوس ټول بیا پرانیستل شوي دي.
    د ګرمسېر ولسوال ایوب عمر وایي په دغې ولسوالۍ کې د ښوونځیو په بیا پرانیستلو کیدو کې قومي مشرانو، دینې عالمانو او د سیمې خلکو رغنده ونډه درلوده.
    اوس مهال په دغې ولسوالۍ کې شاوخوا ۸۰۰۰ زده کوونکي ښوونځیو ته ځي چې څه باندې ۶۰۰ یې نجونې دي.
    د ښاغلي ناصر په خبره دم ګړۍ اوه ښوونځي ودانۍ نه لري او تر ټولو لویه ستونزه یې د درسي توکو او کتابونو نشتوالی دی.
    د کتابونو نشتوالی هغه ستونزه ده چې د افغانستان په تودو ولایتونو لکه کندهار، زابل او اورزګان کې هم زده کونکي ورسره مخامخ دي او په وار وار یې له چارواکو غوښتنه کړې چې دغه ستونزه یې هواره کړي.
    په ګرمسېر ولسوالۍ کې په داسې حال کې ټول ۳۳ ښوونځي د زده کونکو پرمخ پرانیستل شوي چې لاهم د هلمند ولایت تر نیمایي ډېر ښونځي د بیلابیلو ستونزو له کبله تړلي دي.
    په هلمند ولایت کې ټول ٣٣٦ ښوونځي دي چې یوازې ١٧٩ يې د زده کوونکو پرمخ پرانيستي دي او پاتې نور یې لاهم تړلي دي.
    په افغانستان کې د ښوونځیو د تړل کیدو لوی لامل ناامني ګڼل کېږي چې له امله یې د چارواکو په خبره ۲۵۰۰۰۰ زده کوونکي له زده کړو بي برخې پاتي دي.
    د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت د چارواکو په خبره په تېرو څو کلونو کې ۵۰۰ ښوونځي سوځول شوي دي.

     

  • افغان چارواکو د یونیسکو رپوټ رد کړ

    16 لیندۍ 1391
    سرچینه: بي بي سي
    په ٢٠١٢ ميلادي کال کې پر پوهنه نړيوال څار نومي راپور جوتوي چې گواکې افغانستان يوازينې هېواد دى چې د پوهنې د ډګر له ښځينه زده کونکو سره يې توپيريز چلند کېږي.

    راپور وايي چې په ١٩٩٠ ميلادي کال کې ١٦ هېوادونه له دغې ستونزې سره لاس اوگريوان وو، خو وايي اوس افغانستان په دې ډگرکې يوازينې هېواد پاتې دى، چې د نارينه او ښځينه زده کونکو تر منځ يې کره انډول هم نه تر سترگو کيږي.
    دا راپور هر کال د ملگرو ملتونو د کلتوري او علمي سازمان يانې يونيسکو له خوا په دې موخه خپرېږي،چې د نړيوالې پوهې پرمختگونه او ستونزې و ارزوي.

    د افغانستان د پوهنې وزير فاروق وردگ د دغه راپور د نا کره بللو پر مهال وويل چې اوسمهال په دغه هېواد کې ۱۰ ميلونه زده کوونکي ښوونځيو ته ورځي چې شاوخوا ٤٠ په سلو کې يې نجونې دي.

    همدا راز نوموړي وويل چې د ٢٠٠ زره ښوونکو له ټولگې څخه ٣٣ سلنه يې ښځې دي.

    ښاغلي وردگ وويل چې د ملگرو ملتونو د راپور له مخه ستونزه يوازې په افغانستان کې ده، وايي چې داسې ده نو بايد چې نړيواله ټولنه ددغه هيواد له پوهنې وزارت سره ډېرې مرستې وکړي.
    خو بل پلو په کابل کې د ملگرو ملتونو د کلتوري او علمي سازمان مشر پاول انتوني په دغه هيواد کې ښوونيز پرمختگونه بس نه بولي او لا هم په دې برخه کې د ستونزو يادونه کوي.

    " موږ ستونزې لرو، وړکتون کې د شاميليدونکو ماشومانو شمېره ښکته ده،پوهنيزې برياوې هومره نه دي چې زموږ د خوښۍ لامل وگرځي، زده کړو ته او په ځانگړي ډول منځنيو زده کړو ته اوس هم لاس رسى گران دى، سربېره پر دې په پوهنيزه برخه کې د مېرمنو او نجونو د ونډې د کموالي له ستونزې سره هم لاس او گريوان يو"

    ښاغلي انتوني دا غوښتنه هم وکړه چې يو مسلکي مضمون دې د منځنيو ښوونځيو د نصاب برخه وگرځول شي، چې په وينايي زده کونکي تر فارغېدو وروسته د يوۀ مسلک څښتنان هم وي.

    د افغانستان د پوهنې وزير د دغې غوښتنې په ځواب کې وويل په پام کې لري چې د ښوونځيو په نصاب کې يو مسلکي مضمون ور ډېر کړي. سربېره پر دې يې د هيواد په ټولو ولسواليو کې د مسلکي ليسو د جوړولو هوډ هم څرگند کړ.

     

  • نعيمي: ښوونيزپرمختګ هېواد له ستونزو ژغورلی شي

    سرچینه:ملي احساس ورځپاڼه
    Monday, 11.26.2012

    ښوونکي اسلامي اوملي مسووليت لري چې دځوان نسل په ښوونه او روزنه کې شپه او ورځ تلاش وکړي ترڅو دا هېواد له ټولو ستونزو ،بدمرغيو اوبې عدالتيوڅخه دخلاصون لاره ومومي دغه څرګندونې خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي دقوس دمياشتې په ٦نېټه په ولايت مقام کې دخوست ولايت دبېلابېلو ولسواليو له ښوونکو سره ديوې ليدنې پرمهال وکړې.
    څو تنو ښوونکو دنوروپه استازيتوب خبرې وکړى  په خپلو خبروکې يې د ولايتي ادارې ټولې هغه کړنې وستايلې چې دپوهنې دپرمختګ ،سالمې ادارې اوښې حکومتدارۍ دپراختيا لپاره يې ترسره کوي اوپه دغه ولايت کې دولسونوپه ګټه کړنې سرته رسوي ،دوى زياتوله چې دولايتي ادارې دځانګړې توجه په اساس په خوست ولايت کې پوهنيز پرمختګونه چټک شوي اومعيارته توجه زيات شوې ده دوى دنورو ښوونکوپه استازيتوب خوست والي ته دخوست ولايت دپرمختګ لپاره په ټولو تلاشونو کې دفعالې ونډې اوهمکارۍ ډاډ ورکړ.
    خوست والي ښاغلي عبدالجبانعيمي په خپلو څرګندونو کې ښوونکي دځوان نسل دښوونې او روزنې دفکري سنګر مخکښان يادکړل  خوست والي وويل چې دهېوادپه دې شرايطو کې ښوونکي ترټولو دروند اسلامي اوملي مسووليت لري چې دخپل ځوان نسل دمعنوي پانګې دبډايڼې په ډګرکې تلاشونه زيات کړي.
    ښاغلي نعيمي زياتوله دمعارف وده اوپرمختګ ولسونو ته نيکمرغي ،هوساينه اوترقي راوړي هغه ولس نيکمرغه ،مترقي اومتمدن وي چې ولسونه يې له نظام سره همکاره او دمعارف بنسټونه يې پياوړي وي ،ده په خپلو څرګندونو کې له ښوونکو وغوښتل چې خپلې ورسپارل شوې دندې په بشپړ صداقت اوايماندارۍ سره ترسره کړي او دخپلو مقدسو دندو دترسره کولو پرمهال دقانون ماتونکو ډلو اومافيايي کړيو او ورانکاره شبکو تراغيزلاندې رانه شي اودمعارف په سيستم کې په بشپړه توګه دسياسي فعاليتونو مخنيوى وکړي.
    خوست والي دليدنې په وروستۍ برخه کې ښوونکو ته ددوى دستونزو دهواري اوغوښتنو په اړه دهراړخيزه همکارۍ ډاډ ورکړ.
    همداشان خوست والي نن ورځ دخپل کارپه دفترکې دنادرشاه کوټ ولسوالۍ ديوشميراوسيدونکو سره هم ليدنه وکړه په دغه ليدنه کې يې ديادې ولسوالۍ له اوسيدونکو سره دبيارغونې دپروژو ،امنيت دټينګښت اوغوره حکومتدارۍ دپراختيا په تړاو بشپړې خبرې وکړې.
    يوتن دنادرشا کوټ ولسوالۍ داوسيدونکوپه استازيتوب خبرې وکړې اوپه خپله ولسوالۍ کې يې شوي پرمختګونه وستايل او زياته يې کړه چې دتيرو کالونوپه پرتله په ياده ولسوالۍ کې امنيتي حالت بهتراو دبيارغونې چارې کړندۍ شوې دي نوموړي په خپلو خبروکې له مرکزي حکومت اونړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه ترڅو په ياده ولسوالۍ دبيارغونې نورې بنسټيزه پروژې هم پلې کړي ،دنادر شا کوټ ولسوالۍ اوسيدونکو دخوست ولايت ادارې روانه مبارزه دولسونو په ګټه وبلله اوپه دې برخه کې يې دولايتي ادارې مشرتابه دهراړخيزه ولسي همکارۍ ډاډ ورکړ.
    خوست والي په خپلو خبروکې دنادرشا کوټ ولسوالۍ اوسيدونکي سوله غوښتونکي وبلل کوم چې تل يې په ولسي قوت سره دبدمرغيو او ناخوالو مخه نيولې ده ،نوموړي په خوست ولايت کې دبيارغونې دحالت په اړه وويل چې دتيريونيم کال په جريان کې دخوست په مرکز او ولسواليو کې يواځې دمرکزي اسيا دپرمختيايي ګروپ په مالي ملاتړ سره دڅه دپاسه ٤٤٣ميليونو افغانيو په ارزښت ګټورې ولسي اواساسي پروژې پلې شوې دي چې په  زرګونو کسانوته په کې دکارکولو ښه زمينه مساعده شوې ده ،خوست والي ددې يادونه هم وکړه چې په نادره شاکوټ ولسوالۍ کې هم ديوشمير پروژې چارې روانې دي چې په تکميل سره به يې زياتو وګړو ته اساسي ګټه ورسيږي.
    همداراز ښاغلي نعيمي دنادرشاکوټ ولسوالۍ له اوسيدونکو غوښتنه وکړه چې ترهرڅه زيات دځوان نسل روزنې ته توجه وکړي اودخپلې سيمه ييزې ادارې سره دبشپړې همکارۍ اومرستې په اساس ددغه ولايت په پرمختګ ،امنيت اوبيارغونه کې برخه واخلي.

     

  • د ګرځنده ټیلېفون له لارې د زده کړو پروګرام پیل شو

    د خپريدو وخت: 27 لړم 1391
    سرچینه : بي بي سي
    د افغانستان د پوهني وزارت د سواد زده کړې معینیت د لیک لوست نوې تجربه د یوې نادولتي موسسې په همکارۍ پیل کړې ده.
    د موبایل یا ګرځنده ټلېفون له لاري لیک لوست یو داسې اسانه کمپیوټري پروګرام دی چې ویل کیږي په هر ډول ګرځنده سیټونو کې کارول کیدای شي.
    په دغو موبایلونو کې غږونه، ویډیو او نورې بیلا بیلې کمپیوټري لوبې ځای پرځای شوې چې خلک کولای شي په وسیله یې لیک لوست او ریاضي زده کړي.
    د پيوستون موسسې مشرمایک ډاوسن وایي، د لیک لوست د دغه پروګرام ، چې ښوونکی موبایل نومیږي، پښتو او دري بیلګې یې چمتو کړې، خو دا مهال یې یوازې دري پروګرام په ځینو برخو کې ازمیلی دی.
    په دغه پروګرام کې ۲۰۰ ښونیزې خپرونې ځای پرځای شوې دي.
    ښاغلی ډاوسن وایي، په افغانستان کې د موبایل کارول نژدې د ټولو لپاره اسانه او ارزان بیه دی او له همدې کبله ده د ګرځنده یا موبایل ټیلېفون له لارې د زده کړې پروګرام پیل کړی.
    د ده په خبره د ښوونکي موبایل په کارولو سره زده کوونکي او ښوونکي ډاډه کیږي چې د درسونو د تکرار لپاره لا ډېر وخت درلودلای شي.
    "موږ دغه پروګرامونه د موبایل یا ګرځنده ټلیفون لپاره طرح کړي دي، ځکه موبایل تر لپ ټاپ کمپیوټرونو او نورو وسایلو ارزانه دي."
    د ښوونکي موبایل پروګرامونه د افغانستان د پوهنې وزارت د ښونیز نصاب پر اساس جوړ شوي.
    د دې پروژې مسوولین وایي د موبایل د ځینو شرکتونو سره یې اړیکه نیولې چې له دوی سره ټولو هغو کسانو ته ددې پروګرام په رسولو کې مرسته وکړي چې اړتیا ورته لري.
    په کابل کې د سواد زده کړې د یوه مرکز ښوونکې ملیحه امان وایي د ښوونکي موبایل په کارولو سره د دې یو شمېر زده کوونکو خورا په اسانه توګه زده کړې کړې. هغه وایي دغه پروګرام ډېر مینه وال لري.
    د افغاسنتان د پوهنې وزارت د سواد زده کړې معین الله بازجم وایي د ښو پایلو په درلودلو سره به دغه پروګرام نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.
    د دغه پروګرام لګښت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا ورکول کیږي. تر دې مخکې هم د افغانستان د پوهني وزارت د امریکا د سفارت په همکارۍ زرګونه ليپ ټاپ کمپیوټرونه د کابل او ولایتونو په ځینو ښونځیو کې وېشلي دي.
    خو چارواکي وایې ښوونکی موبایل تر ټولو اسانه او ارزانه ښونیز پروګرام دی چې په افغانستان کې پلي کیږي.

  • د افغانستان په ښوونځیو کې ملالې یوسفزۍ لپاره دعا کیږي

    پژواک
    کابل ( پژواک ۲۱ تله ۹۱ ) : د افغانستان په ټولو ښوونځیو کې د تلې په ۲۲مه، دسهار تر ملي سرود څخه وروسته د ملالۍ یوسفزې لپاره دعا کیږي.
    د سولې جایزه ګټونکې او د پوهنې مبارزه ملالۍ یوسفزۍ څو ورځې د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په سوات سیمه کې د وسلوالو طالبانو په یوه برید کې ټپي شوې ده او اوسمهال د پاکستان په یوه نظامي روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
    د افغانستان د ښوونې او رونې وزارت لخوا دتلې په ۲۱مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې پر زده کوونکې ملالې یوسفزۍ د شوي برید د غندنې او د هغې د روغتیا لپاره د دعا په موخه سبا (د شنبې ورځ د میزان ۲۲مه) د هیواد په ټولو ښوونځیو کې د دعا مراسم تر سره کیږي.
    سرچینې زیاته کړې چې د ښوونې او روزنې وزیر ډاکتر فاورق وردګ په کابل کې د نجونو یوه ښوونځي ته ځي او له زده کوونکو سره یو ځای د ماشومې ملالې د روغېدو لپاره دعا کوي .
    دیادونې وړ ده چې ولسمشر حامد کرزي هم پر ملالې شوی برید غندلی او دهغې د ژر رغیدا دعا یې کړې ده.

     

  • پنځه زره ښوونکو ته روزنه ورکول کېږي

    پژواک

    جلال اباد (پژواک ٢٣ وږى ٩١): د ننګرهار د پوهنې رياست وايي، چې د نوي ښوونيز نصاب لپاره يې د دغه ولايت د ساينسي مضامينو د پنځه زره ښوونکو د روزنې لړۍ پيل کړې ده.

     د ننګرهار د پوهنې رياست وياند محمداصف شينواري د وږي په ٢٣مه پژواک اژانس ته وويل، چې نوي نصاب ته د ښوونکو د چمتوالي روزنيزه لړۍ يې نن د بلجيم هېواد په مرسته پيل کړه.

     د هغه په وينا، په لومړي ګام کې يې د بهسودو، ښېوې او دره نور ولسواليو دغه پروسه پيل کړه، چې د ٢٠ ورځو لپاره به د ١٥ ښځينه ښوونکو په ګډون ٦٦ ښوونکي وروزي.

     نوموړي زياته کړه، چې په نوي ښوونيز نصاب کې د ساينسي مضامينو او رياضي په برخه کې يو لړ بدلونونه راغلي، چې ښوونکي يې روزلو ته اړتيا لري.

     شينواري وويل، چې دغه لړۍ به ډېر ژر ټولو ولسواليو ته وغځوي او په ترڅ کې به يې پنځه زره ښوونکي وروزي.

    ده زياته کړه: ((د روزنې په پاى کې به ښوونکو ته د تدريس لارښود او يو شمېر نور درسي مواد هم ورکړو.))
     د بهسودو ولسوالۍ د محمدي صاحبزاده لېسې د رياضي ښوونکي حبيب الله زاهد پژواک اژانس ته وويل، چې د پخواني ښوونيز نصاب د زده کوونکو په کتاب کې به د ښوونکو لپاره لارښوونې ليکل شوې وې، چې د نوي نصاب کتابونه يې نه لري.

    د ده په خبره، د نوي نصاب د تدريس لپاره د رياضي او ساينس ښوونکي اړ دي، چې د هغه ځانګړي لارښود زده کړه وکړي، چې په بېله بڼه چاپ شوى دى.

     نوموړي زياته کړه، چې نوى ښوونيز نصاب په لوړه کچه جوړ شوى او د ده په نظر ډېر ښه نصاب دى.

     د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکو دوه اونۍ وړاندې پژواک اژانس ته ويلي وو، چې ټولو ولسواليو ته يې د نوي ښوونيز نصاب کتابونه رسولي او په روان تدريسي کال کې د کتابونو د کمښت ستونزه نه لري.

     د يادونې ده، چې د ننګرهار په مرکز او ٢٢ ولسواليو کې نږدې ٧٠٠ ښوونځي شته، چې سږ کال به يې د زده کوونکو شمېر ٩٠٠ زرو ته لوړ شي.

  • پوهنې وزارت سره ۳۰۰ ميليونه ډالره مرسته وشوه

    15 وږی 1391

    بې بې سي

    نړېوالو مرستندويه ادارو د خپلو مرستو په دوام کې د افغانستان له پوهنې وزارت سره دا ځل څه د پاسه ۳۰۰ ميليونه ډالره مرسته کړې ده.

    دغه مرستې به د هېواد په لر او بر کې د زده کړو د کيفيت پر لوړولو، د نويو ښوونځيو په جوړولو او د تعليمي نصاب په چمتو کولو ولګېږي. دا لومړی ځل دی چې د نړېوال بانک په ګډون دوه مرستندويه ادارې په يو وار څه دپاسه ۳۰۵ ميليونه ډالره مرسته کوي.

    نړېوال بانک په تېرو اتو کلونو کې په اوسط ډول هر کال د پوهنې د کيفيت د لوړولو له پروګرام سره ۲۷ ميليونه ډالره مرسته کوله، خو دا ځل يې دغه کچه په کال کې ۱۲۵ ميليونه ډالرو ته خېژولې.

    دغه راز د زده کړو لپاره نړېوال شراکت يا (ګلوبل پارتنرشپ فار ايجوکېشن) چې افغانستان يې په وروستو کې غړيتوب ترلاسه کړی، د زده کړو د کيفيت لوړولو لپاره څه دپاسه ۵۵ ميليونه ډالره بېل کړي دي.

    د افغانستان د پوهنې وزارت وايي د دغو مرستو لويه برخه چې د ډنمارک هېواد يې ورکوي د د افغانستان د ۱۳ ولايتونو په ۵۵ لرې پرتو ولسواليو کې ولګېږي.

    د افغانستان د پوهنې وزير فاروق وردک وايي د دغو مرستو په ترلاسه کولو به هغه اندېښنې له منځه ولاړې شي چې ګواکې له ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان يوازې پاتې کېږي.

    د افغانستان د پوهنې وزارت وايي د دغو مرستو په لګېدو به د افغان زده کوونکو د جذب او مساوي روزنې ته د لاسرسي کچه ۱۵ سلنه زیاته شي.

    په افغانستان کې د نړېوال بانک سرپرست مشر الانګو پچېموتو د پوهنې په برخه کې د افغانستان لاسته راوړنې مهمې وبللې، خو ويې ويل چې زده کړو ته مساوي لاسرسی بايد لرې پرتو سيمو ته هم وغځول شي.

    د دغو مرستو څارنه د ماشومانو نه د ملاتړ ادارې يونيسف ته ور له غاړې شوې او د همغږۍ چارې به يې د ډنمارک هېواد پر مخ بيايي.

    د افغانستان د پوهنې وزارت وايي دا مهال ميليونونه ماشومان زده کړو ته لاسرسی لري او د دغو مرستو په لګېدو سره به دغه کچه نوره هم وخېژي.
     

پاڼه 6 از 6
تېر123456راتلونكی