سوال او ځواب

  • د پوهنې وزارت د ساینس او ټکنالوژۍ تعلیمي مرکز ته نوې ودانۍ پرانیستله

    د پوهنې وزارت د ساینس او ټکنالوژۍ تعلیمي مرکز ته نوې ودانۍ پرانیستله

    سرچینه: آزادي راډیو

     

    د افغانستان د پوهنې وزارت په کابل کې د ساینس او ټکنالوژۍ تعلیمي مرکز ته نوې ودانۍ پرانیستله.
     
    د پوهنې وزیرغلام فاروق وردګ د سې شنبې په ورځ د دې مرکز د پرانیستلو په مراسمو کې وویل، چې په دې ودانۍ دیارلس میلونه ډالره لګیدلي چې چین مرسته کړی.
     
    د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، چې په کابل کې د ساینس او ټکنالوژۍ مرکز د نوې ودانۍ په جوړیدو سره به د ښوونځيو زده کوونکو ته په ساینسي برخو کې د عملي زده کړې زمینه لا ډيره مساعده شي.
     
    د پوهنې وزیر غلام فاروق وردګ د سې شنبې په ورځ د ساینس او ټکنالوژۍ مرکز د پرانیستلو په مراسمو کې وویل، چې په دې مرکز دیارلس میلیونه ډالر لګیدلي چې د چین له خوا مرسته شوې.
     
    هغه وویل، چې دغه مرکز د زده کوونکو د درسي موادو د جوړولو او په ساینسي مضمونونو کې د زده کوونکو د روزنې لپاره جوړ شوې دې.
     
    د پوهنې وزیر زیاته کړه، چې دا مرکز به په کابل او ولایتونو کې د درسي وسایلو د جوړیدو او عملي زده کړو په برخه کې ‌ډیره مرسته وکړي.
     
    د ساینس او ټکنالوژۍ د مرکز نوې ودانۍ دوه اویا اداري خونې، د کنفرانسونو تالار، کتابتون، لابراتوارونه، درسي خونې او د مطالعې ځای لري.
     
    دغه مرکز په ۱۳۴۰ لمریز کال کې د پوهنې وزارت د سمعي او بصري ټکنالوژۍ د عمومي مدیریت تر نامه لاندې جوړ شوی و.
     
    په دې مرکز کې د ساینسي مضامینو لکه کیمیا، بیولوژي، فزیک، ریاضي او چاپیریال ساتنې په برخو کې مسلکي ښوونکي روزل کیږي.
     
    په یادو مراسمو کې د چین سفیر پخپلو خبرو کې وویل چې له دې مرکز سره مرسته د افغانستان له بیارغونې سره د چین د دوامدارې مرستې یوه بیلګه ده.
     
    ډینګ شي چون افغانستان د چین مهم ګاونډی وباله او ویې ویل:
     
    ″افغانستان د چین مهم ګاونډی دی، دواړه هېوادوه نه یوازې دا چې په یو رنګه غرونو سره نښلیدلي دي، بلکې ګډې ګټې هم لري.
     
    چین په قاطعیت او فعالانه توګه د افغانستان د سولې او بیارغونې په پروسه کې برخه اخیستې ده، په تیره یوه یوه لسیزه کې چین له افغانستان سره پرته له کوم شرطه ډیره مرسته کړې ده.″
     
    د پوهنې وزیر د سې شنبې په ورځ په کابل کې د سید جمال الدین افغان د ښوونکو د روزنې مرکز د کمپلیکس د جوړیدو د بنسټ ډبره هم کیښوده.
     
    چارواکي وايي، د دې مرکز په جوړیدو یو سلو درې شپیته میلونه افغانی لګیږي چې د پوهنې وزارت له پراختیایي بودجې ورکول کیږي.
     
    په ورته وخت کې د ساینس او ټکنالوژۍ مرکز مشر ژمنه وکړه چې د دې مرکز له اسانتیاوو نه به په سمه توګه کار واخیستل شي.
     
    دا په داسې حال کې ده چې د ښوونځیو یو شمیر زده کوونکو شکایت کوي چې پخپلو ښوونځیو کې د عملي زده کړې لپاره وسایل او امکانات نه لري.
     
  • د هېواد پوهنه یو داسې کاروان دی چې هیڅوک یې مخه نه شي نیولای

    د هېواد پوهنه یو داسې کاروان دی چې هیڅوک یې مخه نه شي نیولای
     
    سرچینه: آزادي راډیو
     
    په افغانستان کې ۱۳۹۳ تعلیمي کال د افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا د مکتب زنګ په وهلو سره پیل شو.
     
    افغان چارواکي وايي، سږکال به د هغه ماشومانو شمېر چې ښوونځیو ته ځي؛ نږدې یوولس اعشاریه پنځه میلیونه ته لوړ شي.
     
    ولسمشر حامد کرزي دغه شمېر زده کوونکي د افغانستان د پرمختګ داسې یو کاروان وباله چې د ده په باور هیڅوک یې مخه نشي نیولای:
     
    "کلونه مو کوښښ وکړ، خو ناکامه شوئ. خو اوس چې د افغانستان د شاه زلمیو له یوه ستر کاروان سره د پرمختګ او راتلونکي په لور روان یوو؛ زموږ مخه نه شئ نیولئ. زموږ د ځوانانو شور او ولولو سیمه لړزولې. ښوونځی او تعلیم مخته بیايي."
     
    ښاغلي کرزي یوځل بیا د تیر په څير په افغان ځوانانو غږ وکړ چې؛ تعلیم ته دې زور ورکړي.
     
    نوموړي زیاته کړه، په افغانستان کې د جګړې او فقر علت د علمي کچې ټیټوالی دی.
     
    د پوهنې وزارت چارواکي وايي، هغه هدف چې دوی په تېرو دولسو کلونو کې د پوهنې په برخه کې ټاکل شوی و؛ دغه هېواد ترې څو ځلې وړاندې تللی دی.
     
    د پوهنې وزیر غلام فاروق وردګ په جوړو شویو مراسمو کې وویل؛ د ناامنۍ، اداري فساد او ولسي بې غور له امله تیر کال په هېواد کې درې سوو دېرش ښوونځي تړلي پاتې دي او دوه میلیونه ماشومان ښوونځيو ته نه ځي.
     
    هغه زیاته کړه، اوس هم په هېواد کې پنځوس فیصده ښوونځي ودانۍ نه لري.
     
    د پوهنې وزیر وویل، چې سږ کال به درې لکه او اتیا زره کسان له دولسم ټولګي فارغ شي او ځینې نوي پلانونه هم ترلاس لاندې لري:
     
    "سږکال به درې لکه اواتیا زره کسان تنه د پوهنې له نظام څخه فارغ شي؛ په همدې کال کې به زر بابه نوي تعلیمي او نیمه تعلیمي موسسې ایجاد شي؛ په روان کال کې به دهېواد په لرې پرتو سیمو کې ۹۵۰۰ بابه دهاتي ټولګي ایجاد شي؛ شپږ سوه ابتدایه ښوونځي به متوسطې ته څلورسوه څلویښت متوسطې به دلېسې سطحې ته ارتقاع پیدا کړي؛ په همدې کال کې د پوهنې وزارت ژمن دی چې؛ د خپل ولس د قومي مشرانو او علمانو په ملاتړ ټول هغه ښوونځي چې بند دي بېرته پرانیزو."
     
    د پوهنې د چارواکو د معلوماتو له مخې دامهال په ټول هېواد کې ۱۷۲۰۰ ښونځي فعال دي چې؛ د دوه لکه یوویشت زره استادانو له خوا یوولس اعشاریه پنځه میلیونه زده کونکو ته په کې زده کړه ورکول کیږي.
     
    د دې زده کوونکو څلور اعشاریه اوو ملیونه یې نجونې دي.
     
    له دې پرمختګونو سره سره یو شمېر زده کوونکو او ښوونکو تل شکایت کړی چې؛ د درسونو په کیفیت کې د پام ښه والی نه دی راغلي.
     
    راپور: رحمت الله افغان
     
  • پوهنې وزارت یوولس زره مسلکي ښوونکي ګوماري

    پوهنې وزارت یوولس زره مسلکي ښوونکي ګوماري

    سرچینه: بي بي سي

    د افغانستان د پوهنې وزارت د راتلونکي ښوونیز کال لپاره په هېواد کې یوولس زره نوي مسلکي ښوونکي پر دندو ګوماري.
    په دغه ازموینه کې، چې د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې پر یوه ورځ وشوه، نژدې دېرش زرو ځوانو مېرمنو او زلمیانو ګډون درلود.
    په نورستان او دایکنډي ولایتونو کې د یخې هوا له کبله ازموینه وانه خیستل شوه. ویل کېږي، چې په ځینو ولایتونو کې زیاتره ښځینه داوطلبه ښوونکې وې.
    د افغانستان د پوهنې وزیر غلام فاروق وردګ د کابل ښار د ازموینې یوه مرکز ته ورغلی و، چې وايي له دغو کسانو به یوازې یوولس زره کسان وګومارل شي، چې هدف یې د مسلکي ښوونکو زیاتول او د کیفیت لوړول دي:
    ''همدا نن د ښوونکو د یوه ورځنۍ سیالۍ له لارې د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې یوولس زره وړ ښوونکي په دندو ګومارل کېږي''.
    ښاغلي وردګ وویل، چې د ازموینې ورکوونکو د زده کړې کچه تر څوارلس تولګي ښکته نه ده، چې وايي د دغو ښوونکو په ګومارلو به د هېواد په کچه د مسلکي ښوونکو شمېر اویا زرو ته ورسېږي.
    کمزوری جذب
    خو لکه څرنګه چې لیدل کېږي، د مسلکي ښوونکو اړتیا ته په پام سره، د پوهنې وزارت د جذب بهیر ډېر کمزوری دی.
    د بېلګې په توګه، د کابل د پوهنې رییس محمد سعید منصور وايي، اوسمهال د دغه ښار ښوونځیو کې ۲۴۰۰ مسلکي ښوونکو ته اړتیا ده، چې په وینا یې ډېر لږ مسلکي ښوونکي به وګومارل شي:
    ''د ښاري پوهنې ریاست تر۲۴۰۰ ډېرو ښوونکو ته اړتیا لرله، چې له بده مرغه موږ ته ۸۷ بستونه راکړل شول. خو بیا هم موږ له چارواکو غواړو چې د ښاري معارف اړتیاوې په پام کې ونیسي او ستونزې یې حل کړي''.
    د پوهنې وزارت وايي د لاډېرو ښوونکو د جذبولو تر عُهدې نه شي وتلی. د ازموینې ځینې ګډون کوونکي هم وايي د پوهنې وزارت د کمزوري جذب له کبله د بریالیتوب ډېره هیله نه کوي:
    ''نوم مې فتانه ده، پوښتنې اسانه دي، خو دوی وايي چې پوره نومرې به سل وي، او کامیابي هم په همدې وي، چې له دوو زرو کسانو ایله شپیته کسان جذبوي، جذب یې ډېر کم دی''.
     
    د افغانستان زیاترو ښوونځیو کې مسلکي ښوونکي نه شته.
    د رسمي شمېرو له مخې، یوازې په روان کال کې د ښوونکو له روزنیزو حکومتي مرکزونو ۲۲ زره کسان فارغ شوي، خو د بې کارۍ د ډېرېدو له کبله شاید ډېره لږه برخه یې د خپلې خوښې دندې وموندلی شيي.
    پر همدې مهال، د پوهنې وزیر وايي، د نوي ښوونیز کال په پیلېدو به نژدې یونیم میلیون نوي ماشومان ښوونځیو ته شامل شي. خو د ښوونې او روزنې برخه کې د سلګونه میلیون ډالرو په لګولو سره، ښاغلی وردګ مني چې لاهم د هېواد ۵۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري:
    ''شپاړس زره او شپږ سوه ښوونځي لرو، چې سږ کال له خیره اوولس زرو ته رسېږي، خو پنځوس سلنه یې خوندي تعلیمي چاپېریال لري، پنځوس فیصده نور یې یا په کرايي کورنو کې دي، یا په کېږدیو او سیوري کې دي یا هم په باغونو کې سبق وايي''.
    فاروق وردګ ټینګار کوي، چې تر یوه کال پورې به ښوونځي ته د تللو وړتیا لرونکی یو ماشوم هم له ښوونځي پاتې نه شي، او د اوس په پرتله به د ښوونځیو کیفیت هم لوړ شي.
     

     

  • فاروق وردګ: يوولس زره نوي مسلکي ښوونکي پر دندو ګومارو

    فاروق وردګ: يوولس زره نوي مسلکي ښوونکي پر دندو ګومارو
     
    سرچینه: سپوږمۍ راډیو
     
    د پوهنې وزارت د راتلونکي ښوونیز کال لپاره په هېواد کې یوولس زره نوي مسلکي ښوونکي پر دندو ګوماري.
    په دې ازموینه کې، چې د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې په یوه ورځ واخيستل شوه، نږدې دېرش زرو ځوانو مېرمنو او زلمیانو ګډون درلود.
    په نورستان او دایکنډي ولایتونو کې د یخې هوا له کبله ازموینه وانه خیستل شوه. 
    ویل کېږي، چې په ځینو ولایتونو کې زیاتره ښځینه داوطلبه ښوونکې وې.
    د افغانستان د پوهنې وزیر غلام فاروق وردګ د کابل ښار د ازموینې یوه مرکز ته ورغلی و، چې وايي له دغو کسانو به یوازې یوولس زره کسان وګومارل شي، چې هدف یې د مسلکي ښوونکو زیاتول او د کیفیت لوړول دي.

     

  • په کندهار کې درى تړلي ښوونځي فعال شول

    په کندهار کې درى تړلي ښوونځي فعال شول
     
    سرچینه: سپوږمۍ راډیو
     
    د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې د نا امنيو له امله تړل شوي درى ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شوي دي.
    ياد ښوونځي له ١٣٨٥ کال راهيسې د نا امنيو او يو شمېر نورو ستونز له امله تړل شوي وو.
    د دغو ښوونځيو د بيا فعالېدو په موخه يوه پلاوي ميوند ولسوالۍ ته سفر کړى و، چې له سيمه ييزو چارواکو او قومي مشرانو سره يو ځاى يې تړل شوي ښوونځي پرانيستل.
    د کندهار د پوهنې رياست وياند جندالله ويلي، د ميوند په بېلابېلو سيمو کې د شهداى ميوند لومړنى ښوونځى، شېله لومړنى ښوونځي او د ښامير کلا منځنى ښوونځي پرون له اوږد ځنډ وروسته د زده کوونکو پر مخ بېرته پرانيستل شول.
    هغه زياته کړې، دغه ښوونځي د نا امنيو، جګړو او نورو ستونزو له امله پوره شپږ کاله تړلي پاتې وو.
  • يوه ملي سوداګر سلګونه بېوزلو ماشومانو ته د زده کړو اسانتيا برابره کړه

    يوه ملي سوداګر سلګونه بېوزلو ماشومانو ته د زده کړو اسانتيا برابره کړه
    سرچینه: سپوږمۍ راډیو
     
    په کندهار کې د یوه ملي سوداګر په مرسته د دغه ولایت سلګونو ماشومانو ته د وړیا زده کړو امکانات برابر شوي دي.
    په کندهار ښار کې د وزیر محمدګل خان مهمند په نوم په دې شخصي لېسه کې په وړیا ډول شاوخوا۳۵۰ کوچنیان زده کړې کوي.
    دغه ښوونځی، چې لنډ وخت کېږي فعال شوی د یوه ملي سوداګر حاجي محمدصدیق مهمند له خوا حمایه کېږي.
    د دغه ښوونځي د زده کوونکو عمرونه له پنځو څخه تر ۱۲ کلونو پورې دي او له هغو بې وزلو او غریبو کورنيو سره تړاو لري، چې په نورو خصوصي لېسو کې زده کړې نه شي کولای.
  • په ټولو ولايتونو کې افغان- ترک ښوونځي جوړېږي

    په ټولو ولايتونو کې افغان- ترک ښوونځي جوړېږي

    سرچینه: سپوږمۍ راډیو

     

    د پوهنې وزارت وايي، ترکیه غواړي د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د افغان ترک لېسې جوړې کړي.
    د دغه وزارت چارواکي وايي، چې راتلونکی کال به د دغو لېسو د جوړولو کار پیل شي.
    د پوهنې وزارت پخواني چارواکي د ترکیې د دې مرستو هرکلی کوي، خو د پوهنې وزارت ته سپارښتنه کوي، چې د ترکي ژبې پراخېدل باید ملي ژبو ته زیان ونه رسوي.
    د پوهنې وزارت چاوراکي وايي، په هغه سفر کې چې د پوهنې وزیرغلام فاروق وردک په دې وروستیو کې ترکیې ته درلود، ترکي چارواکو ورسره ژمنې کړې، چې د افغانستان ټولو ولایتونو ته به د افغان ترک لېسې جوړوي.
    د دغه وزارت د نشراتو رییس او ویاند محمد کبیر حقمل پرون په کابل کې خبریالانو ته ویلي، چې د دې لېسو د جوړېدو کار به په راتلونکي پسرلي کې شروع شي.
    په ۱۳۷۲ کال کې کله چې کابل کې مجاهدین واک ته ورسېدل، نو ترکیې په کابل کې د افغان ترک په نامه یوه لېسه جوړه کړه.
  • حقمل: په ښوونځیو کې د انتخاباتي مسایل مطرح کوونکی سره به جدي چلند وشي

    حقمل: په ښوونځیو کې د انتخاباتي مسایل مطرح کوونکی سره به جدي چلند وشي
    سرچینه: آزادي راډیو
     
    د پوهنې وزارت خبر داری ورکوي؛ د هر هغه چا پر وړاندې به جدي اقدام وشيي چې؛ په ښوونځیو کې دننه د درسي ساعتونو پر مهال انتخاباتي مسایل مطرح کوي.
     
    د پوهنې وزارت د نشراتو رییس کبیر حقمل نن په کابل کې یوې غونډې ته وویل:
     
    "موږ به په دې اړه اندیښنو ته رسیدګي وکړو. که چېرته داسې کوم مورد پیدا کیږي او ثابت کیږي، نو موږ به د کاندیدانو پر وړاندې رسمي اقدامات وکړو او د معارف د کارکونکو پر وړاندې به اداري چلند وشي."
     
    ښاغلي حقمل وویل، که چېرې اړتیا وي، نو دوی حاضر دي چې د انتخاباتو په ورځ یو شمېر ښوونځي د انتخاباتي مرکزونو په توګه د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته وسپاري.
  • د هلمند په ځینو ولسوالیو کې دېرش تړلي ښونځي بېرته پرانیستل شوي دي

    د هلمند په ځینو ولسوالیو کې دېرش تړلي ښونځي بېرته پرانیستل شوي دي

    سرچینه: آزادي راډیو

    د هلمند د پوهنې رياست مسوولين وایي؛ د روان تعليمي کال د پيل څخه تر  اوسه د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې دېرش تړلي ښونځي بېرته خلاص شوي دي.

     
    دغه ښوونځي د هلمند په نادعلي؛ ناوې، خانشين او ګرشک ولسوالیو کې پرانستل شوي دي.
     
    د هلمند د پوهنې رياست مرستيال محمد ولي سرحدي رسنيو ته ويلي دي چې؛ ياد ښوونځي د تېرو شپږو کلونو راهسې د ناامنيو او جګړو له امله تړلي وو؛ چې د قومي مشرانو او خلکو په مرسته بېرته پرانستل شول.
     
    ويل کيږي، د ټولو ۳۷۷ ښوونځيو څخه ۲۴۷ يې پرانستي دي چې؛ يولک او درې شپيته زره نجوني او هلکان زده کړه په کې کوي.
     
    چارواکي وایي، د دغو دېرشو ښونځیو له پرانستلو سره  دېرش زره نورو زده کوونکو ته دزده کړې زمینه برابره شوه.
  • په ښوونځیو کې د اداري فساد د پوهاوي په اړه یوه تفاهم لیک لاسلیک شو

    په ښوونځیو کې د اداري فساد د پوهاوي په اړه یوه تفاهم لیک لاسلیک شو
    سرچینه: آزادي راډیو
     
    په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې د پوهنې له وزارت سره په ښوونځیو کې د ادارې فساد د پوهاوي په اړه یوه تفاهم لیک لاسلیک کړ.
     
    د کابل ښار په ښوونځیو کې د ادارې فساد د زیانونو په هکله د عامه پوهاوي د لومړي پروګرام له پای ته رسیدو وروسته د افغانستان په ټولو ښوونځیو کې د دې پروګرام د عملي کولو هڅې پیل شوي.
     
    د دې یوکلن پروګرام د پلي کېدو لپاره د سې شنبې په ورځ له اداري فساد سره د مبارزې ادارې د مشر او د پوهنې د وزیر ترمنځ یو تفاهم لیک هم لاسلیک شو.
     
    د ادارې فساد پر وړاندې د مبارزې عالې ادارې مشر "غلام حسین فخري" د دې فتاهم لیک د لاسلیک کولو پر مهال وویل؛ دوی هڅه کوي چې، ښوونکو او زده کوونکو ته د عامه پوهاوي له لارې هم د اداري فساد پرضد مبارزه پرمخ یوړل شي.
     
    "د پوهنې وزارت د تدریسي چارو برخې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې غښتلي شوې او دا وزارت د هیواد په تولو سیمو کې ښوونځي او د زده کړې مرکزونه لري؛ نو کولای شي د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په امر کې زموږ هدفونه د هېواد په ټولو سیمو کې غښتلی کړي او خللکو ته په دې اړه عامه پوهاوي ورکړي."
     
    د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې په ښوونځیو کې د اداري فساد د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي  لومړي پړاو د کابل ښار د شپاړلسو حوزو په ښوونځیو کې تطبیق شو.
     
    د دې پروګرام له مخې په شپږو میاشتو کې شل زره ښوونکو او نږدې اته سوه زرو زده کوونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د اداري فساد د زیانونو په اړه معلومات ورکړل شول.
     
    د افغانستان د پوهنې وزیر فاروق وردک وایي چې؛ په ښوونځیو کې د اداري فساد د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ښه نتیجه ورکړې.
     
    ښاغلي وردک وویل دا ډیره ضروري ده چې؛ د ادارې فساد د مخینوي  لپاره نوي نسل ته د هغه د زیانونوپه اړه معلومات ورکړل شي:
     
    "د دې پروګرام لومړي برخه موږ به کابل کې عملي کړه خو اوس هڅې روانې دي چې؛ د هېواد په ټولو ښوونځیو کې د اداري فساد په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړو؛ موږ غواړو چې، د نوي نسل روزنه پاکه وي؛ نو زموږ کوښښونه دا دي چې، نوی نسل د دې کثیفې پدیدې پرضد مبارزه وکړي."
     
    د پوهنې وزارت چارواکي وایي چې؛ دا پروګرام د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام یا(UNDP)  په مالي همکارۍ د هېواد په څلور دېرش ولایتونو کې پلی کیږي.
     
    خو خلک او د چارو پوهان پر افغان حکومت او له اداري فساد سره د مبارزې پر ادارو انتقاد کوي؛ چې اوس مهال هم په دولتي اداروکې فساد زیات دی اوعاملینو ته یې لازمه سزا نه ده ورکړې شوې.
     
    دوی وایي، په تېرو کلونو کې په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې څو ادارې جوړې شوي؛ خو د اداري فساد مخه یې نه ده نیولې، دوی وایي چې، د دې پدیدې د مخنیوي لپاره ټینګه سیاسي اراده او د معافیت د کلتور له مینځه وړل په کار دي.
     
     
پاڼه 5 از 6