سوال او ځواب

  • د زده کوونکو د مسمومېدو علت لا نه دی روښانه

    منبع: آزادي راډیو

    حقمل: د زده کوونکو د مسمومېدو علت لا نه دی روښانه

    د پوهنې وزارت وايي تر اوسه په افغانستان کې د زده کوونکو نجونو د مسمومېدو علت ورته نه دى معلوم شوى.
    دغه وزارت وايي، په هرات او بدخشان کې يې د زده کوونکو نجونو او ښوونکو د مسموميت د وروستيو پېښو د څېړنې لپاره يو هيئت ټاکلى دى.
    د هرات د نجونو په لېسه کې ٧٠ تنه زده کوونکې پرون او ١٦ نورې زده کوونکې ورسره څلور تنه ښوونکي د بدخشان په سراب لېسه کې د پنج شنبې په ورځ د نامعلوم دليل له مخې مسموم شول.
    د پوهنې وزارت د نشراتو ریيس کبير حقمل ازادي راډيو ته وويل چې وزارت يې دا ځل غواړي د موظف شوي هيئت په مرسته دغه پېښې په جديت سره وڅېړي او علت معلوم کړي.
    صالح محمد صالح د مرکې په پيل کې ورڅخه پوښتنه کړې، چې دقيقاً د مسمومېدو د وروستيو پېښو علت څه دى؛ په ټولګي کې د کوم ډول سپرې شيندل؛ زده کوونکو ته په خوړو کې کوم ډول مواد ورکول که بل څه؟
  • د دنمارک او چين د هېوادونو سفيرانو د پوهنې له وزارت سره د خپلو همکاريو په دوام باندې ټينګار وکړ

    منبع: باختر آژانس
     
    د پوهنې وزير ډاکتراسدالله حنيف پرون په کابل کې د چين او دنمارک د هېوادونو له سفيرانو سره وکتل.
    د باخترآژانس د خبرله مخې :
    په دې کتنه کې دپوهنې وزير د افغانستان له پوهنې سره ددغو دوستو هېوادونو د مرستو له امله قدرداني وکړه او ويې ويل چې دهيواد د پوهنې په نظام کې اوسني پرمختګونه ددغه شان مرستو زيږنده دي.
    ده د پوهنې وزارت د ساينس د مرکز د ودانۍ د جوړولو په باب  چې  نږدې ديارلس مليونه امريکايي ډالره پرې لګيدلي دي اود جوړولو کار يې تيرکال بشپړ شو، دچين  له هېواد څخه مننه وکړه.
    دغه راز د پوهنې وزير  په کابل کې  د چين له سفير څخه وغوښتل چې دکابل ښار  دڅلورمې کارتې په ساحه کې د وزارت د مرکزي ودانۍ او دليليو په جوړولو، د ساينس له مرکز سره د هېواد د ټولو ښوونځيو د پيوستون لپاره د آنلاين سيستم په جوړولو، د ساينس د مرکز کار کوونکو ته د تحصيلي زمينو په برابرولو او د پوهنې  د ساينس د مرکز د لابراتوارونو په سمبالولوکې همکاري وکړي.
    دغه راز په کابل کې د چين سفير په دغو مواردوکې د همکارۍ ژمنه وکړه او څرګنده يې کړه چې دنمارک په هېوادکې د پوهنې دبرخې يو ډيرستر تمويلوونکى دى.
    ده په بېلابېلو برخو په تېره بيا د هېواد په پوهنه کې د دنمارک د زياتو مرستو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې دنمارک له  ٢٠٠٣ ميلادي کال څخه تراوسه پورې د درسي کتابونو د چاپولو، د ښوونځيو، ليليو او د پوهنې وزارت د مرکزي  ګودامونوپه جوړولو او د تخنيکي همکارانو او د نړيوالوسلاکارانو په استخدام کې د څه دپاسه يوسلو پنځوسو مليونو امريکايي ډالرو مرسته کړې ده.
    د پوهنې وزير ټينګار وکړ چې د دوستو هېوادونو د مرستو په دوام سره به د هېواد پوهنه د هرې ورځې په تيريدو سره ښه والى ومومي.
    په دغوکتنوکې ددغو هېوادونو سفيرانو د پوهنې له وزارت سره د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
  • د پوهنې وزارت د ښوونځیو ۷ میلیونه ټوکه کتابونه په هېواد کې دننه چاپوي

    منبع: آزادي راډیو
     
    د پوهنې وزارت په پام کې لري چې په يوه مياشت کې د ښوونځيو ٧ میليونه ټوکه کتابونه په افغانستان کې دننه چاپ کړي.
     
    دا لومړى ځل دى چې د افغانستان ٨ داخلي مطبعې په دومره شمېر کتابونه چاپوي.
     
    د پوهنې وزارت د نشراتو ریيس کبير حمقل له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې د دغو کتابونو د چاپ اداري چارې بشپړې شوې دي.
     
    ښاغلي حمقل وويل چې درې مرستندويې ادارې ورسره د کتاب د چاپولو له دې پروژې سره مالي مرسته کوي؛ خو ده ونه ويل چې پر دې پروژې دقيقاً څومره لګښت راځي. 
  • ننګرهار: ښونکیو ته د کورونو لپاره د ځمکو وېش پيل شو

    سرچینه: مشال راډیو
     
    د ننګرهار په خيوې ولسوالۍ کې ښونکیو ته په دوه سوه جریبه سرکاري ځمکه د کورونو لپاره د نمرو (پلاټونو) ويش پيل شو چې اوه نيم سوه استاذانو ته به په کې نمرې ورکول کیږي.
     
    د ننګرهار په خيوې ولسوالۍ کې  ښونکیو ته په دوه سوه جریبه سرکاري ځمکه د کورونو لپاره د نمرو (پلاټونو) ويش پيل شو چې اوه نيم سوه استاذانو ته به په کې نمرې ورکول کیږي.
     
    د ننګرهار په خيوې ولسوالۍ کې د شنبې په ورځ دافغانستان د پوهنې سرپرست وزیر او د ننګرهار ولایتي چارواکو د يوې غونډې په ترڅ کې د معلمينو په ښارګوټي کې د ښوونځيو استازانو ته د کورونو لپاره د ځمکو توزیع پيل کړه.
     
    د پوهنې وزارت د نشراتو رييس کبير حقمل په یاد ښارګوټي کې ښوونکو ته د ځمکو د توزیع پرمهال مشال راډيو سره په خبرو کې وويل: دغه ښارګوټي چې په دوه سوه جریبه ځمکه به جوړ شي، اوه سوه تنو استازانو ته به په کې د کورونو لپاره نمرې ورکړل شي.
     
    (( د خيوې دغه ښارګوټی شاو خوا دوه سوه جريبه ځمکه کې جوږيږي چې اوه سوه نمرې به د خيوې ښوونکو ته ويشل کيږي، هڅه روانه ده چې د ننګرهار ټولو ښوونکي ته ځمکې پیدا کړو او ښارګوټي ته ورته جوړ کړو.))
     
     د خيوې ولسوالۍ ښوونکي خوشاله وو چې د کورونو لپاره ورته په نوي ښارګوټي کې نمرې ورکول کيږي. د معلم معشوق په نوم يو تن په خپلو خبرو کې وويل:
     
     
    (( محترم وزير صیب سره له ډيرو زیاتو مصروفيتونو د خيوې د معلمينو د ښارګوټي د افتتاح په مناسبت  له موږ سره په دې سپيره او وچ ډاک ګدون کړی، د ښوونکو په استازيتوب ترې مننه کوم. موږ لپاره همداسې ښوونکي پآله او معارف پاله شخصيتونه په کار دي.))
     
    د ننګرهار ولایت مرستیال محمد حنیف ګردیوال د پوهني وزارت له چارواکو غوښتنه وکړه چې د تعليم د معيار تر څنګ د ننګرهار د ښوونکو په تشکیلاتو کې زیاتوالی وکړي.
     
    (( مشکلات په معارف کې زیات دي، موږ وايو چې له تعمير سره به هم ګوزاره کوو، مګر د تشکیل سره ګوزاره نه کيږي، بايد مکمل موجود وي، هغه څه ډول چې زموږ ضرورت او اړتیا وي. زموږ د ښوونځيو او معارف په اړه بايد پوره توجه وشي.))
     
    د افغانستان د پوهنې سرپرست وزیر محمد اصف ننګ د ننګرهار ولایتي چارواکو ته ډاډ ورکړ،چې دوی به د معارف په برخه کې د زده کوونکو او ښوونکو لازمه اړتیا پوره کړي.
     
    (( معلم بايد د کفيت له لحاظه، د پوهې له لحاظه ډير غني کړو، تر څو چې ستاسو بچو ته داسې تعليم ورکړي، چې هغه سبا د دغه ډاګ او بيابان نه ګلستان جوړ کړي.))
     
    د پوهنې وزارت د مسوولینو په وینا دوی په ننګرهار کې ښوونکو ته اتلس ښارګوټي په پام کې لري چې په یوولسو ښارګوټو کې د نمرو د ويش کار پيل شوی او ډير ژر به په نورو ښارګوټو کې هم د نمرو د ويش لړۍ پيل کړي.
     
     
  • د پوهنې وزارت ۳۰ میلیونه جلده نوي کتابونه چاپ کړي دي چاپ

    د پوهنې وزارت ۳۰ میلیونه جلده نوي کتابونه چاپ کړي دي چاپ
    سرچینه: آزادي راډیو
     
    د پوهنې وزارت وایي، په ابتدایه ښونځیو کې د کتابونو د کمښت په خاطر یې څه باندې دیرش میلیونه جلده نوي کتابونه چاپ کړي دي.
     
    د دې وزارت د نشراتو رییس کبیر حقمل ازادي راډیو ته وویل؛ چې ګرم سیرو ولایتونو ته د دې کتابونو د انتقال او ویش بهیر پيل شوی دی.
     
    د حقمل په خبره، دغه کتابونه چې شمیر یې شاوخوا څلور دیرش میلیونه ته رسیږي؛ د یوویشت میلیونه ډالرو په ارزښت چاپ شوي او  کیفیت یې هم ډیر لوړ دی.
  • په بامیانو کې ۳ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې

    په بامیانو کې ۳ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې
    سرچینه: سپوږمۍ راډیو
     
    باميانو ولايت کې د جاپان هېواد په مرسته د دريو منځنيو ښوونځيو په جوړېدو سره شاوخوا زرو انجونو او هلکانو ته د مناسب تدريس زمينه برابره شوه.د باميانو د پوهنې رييس محمد رضا وويل، چې يو ښوونځى د باميانو مرکز په چارچشمه سيمه کې، چې ٨ درسي ټولګي او څلور اداري خونې لري، جوړ شوى او دوه نور په يکاولنګ ولسوالۍ کې جوړ شوي دي.هغه وويل، چې دغه دوه ښوونځي ٨ او ١٢ درسي ټولګي، ٨ ادارې خونې او د نورو امکاناتو درلودونکي دي او په معيار او پاخه ډول په يوه پوړ کې جوړ شوي دي.د باميانو د پوهنې رييس زياته کړه، چې دغه دری ښوونځي د جاپان هېواد د ٣٠ میليونه افغانيو په مرسته جوړ شوي دي.

     
  • ولسمشر کرزی: له احتیاجه د خلاصون یوزاینۍ لاره تعلیم دی

    ولسمشر کرزی: له احتیاجه د خلاصون یوزاینۍ لاره تعلیم دی
    سرچینه: سپوږمۍ راډیو
     
    ولسمشر کرزی وايي له احتیاجه د افغانستان د خلاصون یوازینۍ لاره تعلیم دی. د ولسمشر مطبوعاتي دفتر وايي ولسمشر کرزي دغه څرګندونې پرون په ارګ کې د لوګر ولایت له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره په کتنه کې وکړې. د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر د لوګر د خلکو مشران او استازي وهڅول چې خپل بچیان و روزي. ده ټینګار وکړ چې د نورو له احتیاج څخه د افغانستان د خلاصون یوازینۍ لاره تعلیم دی. ولسمشر حامدکرزي همدا راز ټینګار وکړ چې ټول افغانان باید د جمهوري ریاست په دويم پړاو ټاکنو کې په پراخه توګه ګډون وکړي او خپل سیاسي برخلیک په خپله وټاکي ځکه چې د خلکو په رایه دا هېواد لا پیاوړی کیږي. د دې کتنې په لړکې د لوګر ولایت مشرانو ولسمشر کرزي ته په هېواد کې د غوره خدمتونو له امله د مننې یوه لوحه هم ورکړله
     
  • حقمل: په یوه اونۍ کې د ولایتونو ښوونځیو ته کتابونه لېږو

    حقمل: په یوه اونۍ کې د ولایتونو ښوونځیو ته کتابونه لېږو

    سرچینه: سپوږمۍ راډیو

    د پوهنې وزارت وايي چې په یوې اونۍ کې به د ټولو ولایتونو ښوونځیو ته د ښوونیز نصاب کتابونه استول پیل کړي.
    د یاد وزارت د اطلاعاتو رییس کبیر حقمل ویلي، چې په اړوند برخه کې د مرستندوی هېواد امریکا ناغېړي د دې لامل شوه چې د پوهنیز کال تر پیلېدا دوې میاشتې وروسته هم ولایتونو ته کتابونه ونه رسېدل.
    دا په داسې حال کې ده، چې د ګڼ شمېر ولایتونو زده کوونکي وايي د کتابونو د نشتوالي له کبله یې پوهنیز بهیر ټکنی شوی دی.
    شاوخوا دوې میاشتې وشوې چې د افغانستان په ولایتونو کې د پوهنیز کال د پیلېدا ټالۍ ټنګېدلې، خو لا هم د پوهنې وزارت له خوا د نصاب کتابونه نه دي ور رسېدلي.
    د بېلګې په توګه د اروزګان ولایت زده کوونکي وايي چې د کتابونو د نشتوالي له کبله یې ځیني لوستونه په ټپه ولاړ دي او د یو شمېر نورو په لړ کې پر یوه کتاب ډله ماشومان راټول وي.
    د اروزګان د پوهنې چارواکي هم د ښوونځیو د کتابونو پر نشتوالي سترګې نه پټوي او مني چې تر ډېره لومړني او منځني ښوونځي له دې ستونزې سره مخ دي.
    په کابل کې د پوهنې وزارت د دې تشې پړه د اړوندې برخې پر مرستندوی هېواد امریکا اچوي چې ګواکې پر ټاکلي وخت یې چاپ خونو ته د چاپ لګښتونه ورنه کړل، چې په وینا یې له همدې کبله ولایتونو ته کتاب استونه وځنډېده.
    د یاد وزارت د اطلاعاتو مشر کبیر حقمل ویلي، چې په یوه اونۍ کې به لرې پرتو ولایتونو ته د نصاب کتابونه استول پیل کړي.
  • پکتیکا: یوولسو ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې شوي دي

    پکتیکا: یوولسو ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې شوي دي
    سرچینه: آزادي راډیو
     
    د پکتیکا د پوهنې ریاست چارواکي وایې، چې د یو کال کې په موده کې يې د نږدې څلور میلیونه ډالرو په ارزښت یوولسو ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې کړي دي، خو د دې ولایت د مدني ټولنې فعالان بیا د پوهنې وزارت څخه غوښتنه لري، چې پاتو ښوونځیو ته دې هم ودانۍ جوړې شي، تر څو زده کوونکو ته د زده کړو مناسب چاپیریال برابر شي.
     
    د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې زده کوونکو او ښوونکو ته د ښوونیزو اسانتیاوو او مناسب چاپیریال برابرول د دوی په کاري لومړیتوبونو کې دي او همدې موخو ته په کتو يې د تېر یو کال په موده کې په مرکز ښرنه او ولسوالیو کې د کرنې د انسټیټیوټ په ګډون لسو نورو ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې کړې دي.
     
    د پکتیکا پوهنې رئیس کوچي ځاځي د سه شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، چې د تېر یوه کال په موده کې يې د څلور میلیونه ډالرو په لګښت یو شمېر ښوونځیو ته ودانۍ، د پاکو اوبو څاه ګان او د ښوونځیو احاطې یا راچاپیره دیوالونه جوړ کړي، چې بودجه يې د پوهنې وزارت په ګډون یو شمېر موسساتو ورکړې ده:
     
    "د تېر ښوونیز کال راهیسې تر دې دمه د پکتیکا په ولایت کې د پوهنې ریاست په چوکاټ کې په بیلابیلو برخو کې د څلور میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت پروژې پلې شوي، چې په دې پروژو کې د ښوونځیو تعمیرونه، پاکې او صحي اوبه، تشنابونه او د ځنو ښوونځیو احاطې یا راچاپیره دیوالونه شامل دي، چې په ځنو يې اوس هم کار روان دی او یو شمېر يې سرته رسیدلي دي.
     
    د دې لګښتونه د وزارت معارف له انکشافي بودجې، یونسیف ادارې، جي پي اي همدرانګه د مخدره توکو پرضد ادارې له خوا دغه بودجه موږ ته راکړل شوې ده، د مختلفو ډونرانو له خوا موږ ته راکړل شوې ده او موږ په مصرف رسولې ده."
     
    د کوچي ځاځي په خبره  پخوا  د پوهنې ریاست په چوکاټ کې د ښوونځیو د نویو ودانیو جوړول له بیلابېلو  لوریو څخه د ستونزو سره مخ ول، خو اوس یې  د سیمې د علماوو او قومي مخورو په مرسته یادې ستونزې حل کړې دي:
     
    "اوس په پکتیکا کې ټول خلک که هغه علماء کرام دي، که هغه سپینږیري دي، که هغه ځوانان دي، که مدني ټولنې دي او که د والدینو شوراګانې دي، موږ سره پوره، پوره همکار دي، دوی ټولو د معارف د پراختیا او پرمختیا له پاره نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړي دي."
     
    د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست د انجینري دیپارتمنت مشر انجنیر وویل، چې دا پروژې  په مرکز ښرنه سربیره ارګون، یوسف خېلو، یحیاخېلو، وړممۍ او یو شمېر نورو ولسوالیو کې  پلې  شوې دي.
     
    په پکتیکا کې د سواد د مدني بنسټ مشر محمدالله همتیار سره له دې چې د نویو ودانیو جوړول یو غوره ګام بولي د پوهنې وزارت څخه غوښتنه کوي، چې په یاد ولایت کې د پوهنې د غوړیدا او پرمختیا له پاره دې پاملرنه لا زیاته کړي:
     
    "دا چې موږ د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د سواد په نوم مدني ټولنه لرو، تېر کال په مرکز ښرنه کې څلور نوې ودانۍ چې یوه يې د مسلکي انسټیټیوټ او درې نورې يې د ښوونځیو وې، جوړې شوې چې د ټولو کیفیت ښه وو، تر اوسه هم په پکتیکا کې یو شمېر ښوونځي شته، چې ودانۍ نه لري، د پوهنې وزارت څخه دا هیله لرو، چې د پکتیکاوالو زده کوونکو ته ډېره توجه وکړي تر څو د سواد کچه لوړه شي."
     
    پکتیکا د افغانستان په سویل ختیز کې د هغو ولایتونو له جملې څخه ده، چې پخوا يې د پوهنې بهیر ته پوره پاملرنه نه ده شوې، خو اوسمهال يې خلک د تعلیم په قدر پوۍ شوي او هڅه کوي، چې خپل لوڼه زامن ښوونځیو ته شامل کړي.
     
  • فاروق وردګ:د پوهنې په برخه کې د ترکیې مرستې اغیزمنې وې

    فاروق وردګ:د پوهنې په برخه کې د ترکیې مرستې اغیزمنې وې.
    سرچینه: کابل نیوز
     
    د پوهني وزیر چې د ترکې هېواد په مالي مرسته د ښوونکو ضرفیت لوړونې په موخه د رغولو انستیتیوت د پرانیستې پر مهال وویل چې  ترکیې هیواد د پوهنې په برخه کې له بل هر چا زیاته او اغیزمنه مرسته کړیده.
     
    د ښوونکو دغه روزنیزو مرکز کې به  ۳زره ښوونکي او اداري مامورين، چې اوسمهال د ښوونکو د روزنې ۷۴زره محصلین روزي ګټه پورته کړي.
     
    د دغه مرکز د بنسټ ډبره ۲کاله مخکې ایښودل شوې وه، او نن د پوهنې وزیر او د ترکیه سفیر له خوا پرانیستل او ګټې اخیستنې ته و سپارل شو.
     
    دغه مرکز د ترکیه هېوا په ۶میلیونه ډالره مالي لګښت ورغول شو، چې ۴ د سیمنار خونې، ۴۸ د اوسېدوخونې، یو دغونډو تالار، د ډوډۍ خوړلو ځای او نورې اسانتیاوې لري.
     
    د پوهني وزیر وایې ترکیې هیواد له افغانستان سره د په مختلفو برخو کې ډير مرستې چې د پوهنې په برخه کې ددغه هیواد مرستې اغیزمني او په دوام یې ټینګار وکړ.
     
    هاخوا په کابل کې د ترکیې سفیر د پوهنې په برخه کې له افغانانو سره د خپلو مرستو د دوام خبر ورکوي او وایې ډیر ژر به په کابل کې د افغان ترک پوهنتون د بنسټ ډبره کیږدي.
     
    د ترکیې سفیر اسماعیل آرمز په دې اړه وايي:(ترکیه به د پوهني او لوړو زده کړو په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي او ډیر ژر به په کابل کې د افغان ترک په نامه پوهنتون او دارنګه د نجونو لپاره یو مسلکي انیستیتیوب د رغولو چارې پیل کړي ).
     
    بل خوا د پوهنې وزیر وایې  په وردګو ولایت کې د ترکیې هېواد ولایتي بیا رغونې مرکز به د افغان ترک په ښوونځي بدل او د حامد کرزي په نامه و نومول شي.
     
    د ترکیې هیواد په مالي مرسته د ښوونکو د ظرفیت لوړونې دغه انیستیتوت  پداسې حال کې پرانستل کیږي چې دا مهال د هېواد په کچه  د ښوونکو د روزنې په څه باندې ۳۰۰ مرکزونو کې نږدې ۷۴ زره محصلین پر نیمه لوړو زدکړو بوخت دي، چې شاوخوا ۴۲سلنه یې مېرمنې دي.
     
پاڼه 4 از 6